جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ناظم ووژل شو

فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا ناظم ووژل شو

تاند (شنبه، د جدي ۱۳) د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وايي د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي وکیل احمد چې په ملا ناظم مشهور وو د خپل ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

یورش وایي پېښه د فاریاب ولسوالۍ په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې د ملا ناظم په ګډون اوه تنه طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.

یورش وویل چې د پېښې لامل د طالبانو خپلمنځي اختلافات دي.

بل لورته یو شمېر ځایي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ګېزااب ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو دغه پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي چې د حکومتي ځواکونو په غبرګون کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دا ادعا بې اساسه او دروغ بولي.

هغه په یوه ټوېټ کې ویلي چې، یاده سیمه کې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې او د دوی والي هم روغ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب