جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهننګرهار: د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو د تورخم ـ جلال اباد  عمومي...

ننګرهار: د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو د تورخم ـ جلال اباد  عمومي لار تړلې

تاند ( شنبه، د جدي ۱۳) د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ کې اوسېدونکو د جلال اباد او تورخم عمومي لار تړلې ده.

لاریون کوونکي وایي دوی د وروستیو نا امنیو له امله دا لار تړلې ده.

لاریون کوونکي وایي له وروستیو نا امنیو تنګ راغلي او له حکومت نه غواړي چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی چې له تېر یوه ساعت راهیسې یې د جلال اباد ـ تورخم عمومي لار د تګ راتګ پرمخ تړلې له حکومته غواړي چې د بټي کوټ ولسوالۍ امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دوی دا لاریون داسې مهال کوي چې تازه تېره ورځ جمعه د بټي کوټ ولسوالۍ دوهم فارم سیمه کې د وسله والو طالبانو او ځايي پاڅونوالو تر منځ سخته نښته شوې.

په یاده نښته کې  څلور پاڅونوال وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.

لاریون کوونکي ګواښ کوي او وایي که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي او د امنیت خونديتوب غم يې ونه کړي نو دوی به یې پر ضد پاڅونونه لا ډېر کړي.

د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه د دې لاریون په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...