جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهطالبانو د هرات تورغنډۍ پر لویه لار  ۳۰۳ موټر له مسافرو سره...

طالبانو د هرات تورغنډۍ پر لویه لار  ۳۰۳ موټر له مسافرو سره برمته کړی

تاند ( شنبه، د جدي ۱۳) د هرات د تورغنډۍ ځایي اوسېدونکي وایي چې، وسله والو طالبانو د هرات تورغنډۍ لویي لارې اړوند چهل دختر سیمه کې یو ٣٠٣ موټر د مسافرو سره بېولی دی.

د سیمې خلک  وایې په دغه موټر کې نږدې پنځه څلویښت مسافرناست وو.

دوی وایي طالبانو موټرله مسافرو سره د عربې سیمې ته لېږدولی دی.

بل لورته د رباط سنګي ولسوال لعل محمد عمرزی وایې طالبانو مسافرښکته کړي او موټر يې په دې بهانه وړی چې دولتي دی.

هغه وایې هڅه کوي چې موضوع د قومي سپین ږیرو له لارې حل کړي.

دا لومړنۍ پېښه نه ده چې طالبانو پر عمومي لارو له موټرو مسافر ښکته کوي له دې وړاندې یې هم ورته کړنې ترسره کړي دي.

عام افغانان وایي په ډېری عمومي لارو طالبانو ولسي خلک په یوه او بله بهانه ځوروي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...