جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+که په سیاست ځان پوهوئ، تاریخ ولولئ| جنرال دولت وزیري

که په سیاست ځان پوهوئ، تاریخ ولولئ| جنرال دولت وزیري

تاریخ د انسان لپاره هغه هنداره ده، چې د تېرو زرګونو کلونو تصویر په کې ګوري، چې د ژوند، سوچ، بدلونونو او نورو پېښو یو نچوړ یې مخې ته ږدي.

خلک تاریخ د دې لپاره لولي، چې په تېر وخت ځان خبر کړي، د راتلونکي لپاره هراړخیز لیدلوری وټاکي او شوې تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

که څوک مني چې تاریخ د تیرو پېښو د وخت او ځای په ښودلو سره علم ته وايي او په تیرو زمانو کې يې د انسانانو د هڅو، بریاوو او ناکامیو داستان او یا يې د تیرو تجربو خزانه بولي، نو په تاریخ پوهېدل مانا دا چې په سیاست پوهېدل دي.

سیاست او تاريخ دومره سره نږدې حتې ګډ دي، که چېرې موږ د سیاست په اړه خبرې کوو، په حقیقت کې موږ د تاریخ یوه برخه څېړو، ځکه چې د نن سیاسي پېښې او حالات د سبا تاریخ جوړوي او هغه څه ته چې موږ تاریخ وایو او ورباندې خبرې کوو دا په حقیقت کې پرونۍ پېښې او سیاست و.

که ښه ورته ځیر شو، ډېره اوسپنه په کان، ډېرې اوبه په لوی سمندر، ډېرې ډبرې په غرونو، ډېرې شګې په دښتو او ډېرې پیسې په بانکونو کې شته، په همدې توګه ویلای شو چې تاریخ د سیاستپوهنې خزانه ده.

 دا په دې مانا نه ده چې په ورځني ژوند کې دې سیاسي پېښې کټ مټ د پرونیو سیاسي پېښو په څېر عملي او وڅېړل شي، بلکې پرونۍ سیاسي پېښې چې موږ ورته تاریخ وایو، زموږ د لارې لارښود او په توره شپه کې د څراغ په مانا دي، خو اړینه ده چې لاره په خپله وټاکو، تګ هم په خپله وکړو او په څنګ کې يې له روانو شرايطو او حالاتو سره سم ځان عیار کړو.

که چېرې ډېرې پخوانۍ جګړې په سوک او څپېړه وي، له پخوانیو جګړو سره چې په توره، ډال او د اس په سپرلۍ ترسره کېدلې، سره نه شو مقایسه کولای. په همدې توګه له پرونیو جګړو سره چې په ټوپک، توپ او ټانک به وي له نننيو پرمختللو جګړو سره چې له غږ څخه په چټکو الوتکو، اوږده واټن ویشتونکو راکټونو او حتی زره وي وسلو تر سره کېږي، قطعا د مقايسې وړ نه دي، خو یو شی باید په نظر کې ولرو چې برید، دفاع، تګ، کمین او نور د جګړې په شکلونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، یوازې مډرن شوي دي، کمزوري اړخونه ترې لیرې شوي او د تطبیق په ساحه کې يې تغییر راغلی دی.

په دې ډول تاریخ هم موږ ته یوازې د تېرو وختونو د حکومتونو او سياسیونو پیاوړتیا، کمزورتیا، بریاوې او ناکامۍ په ګوته کوي، نه نن زموږ پر ځای سیاست کوي او نه ټکی په ټکی پرونی سیاست د نن لپاره د تطبيق وړ دی.

یو ترکاڼ پرون هم د کوټې له پاره دړه (دروازه) جوړوله، چې دې ته د ترکاڼۍ تاریخ وايي. دا چې څنګه يې جوړوله، ښه يې جوړوله، خرابه يې جوړوله او یا له کوم شي يې جوړوله، دا ټول د هماغه شرایطو زېږنده وه. نن به هم ممکن دړه جوړوي خو اوسنیو شرایطو ته په پام سره ښايي د دې دړې بڼه بدله وي.

 خو څه شی چی دلته ډېر اړین دی هغه اصلي موخې ته چې د کوټې د دړې(دروازې) جوړول دي، رسېدل دي.

د پرونۍ دړې ( دروازې ) جوړول هم د ترکاڼ دنده وه او د دړې کیفیت هم په هماغه ترکاڼ پورې اړه درلوده. نن هم  ترکاڼ دړه جوړوي، کیفیت يې هم په ترکاڼ پورې اړه لري.

سیاست او سیاست کول هم همداسې یو شی دی. تاریخ یوازې تجربه ده، تاریخ یوازې لارښود دی او تاریخ یوازې سیاسیونو ته ښيي چې په تېر کې د هغه مهال له شرايطو سره د سیاست دغه لاره وه. خو نن د سیاست کول او تطبیق يې په نننیو حالاتو، د سیاسیونو په پوهې او زیرکۍ پورې تړلي دي.

وايي: «ترکاڼي د بیزو کار نه دی.» رښتیا وايي، دا خو څه ټوکې نه دي، چې هر څوک پوزه توره کړي او ووايي چې زه پښ/اهنګر یم.

سیاستوال هم تاريخ لوستلو او په تاريخ پوهېدلو ته اړتیا لري. سیاستوال هم د تيرو پیښو څیړلو او له هغو پيښو څخه په خپله ګټه کارولو ته اړتیا لري. د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال سیاسي لوبې ټولې روښانه تاریخ دی. که نن ورځ پر هغو پېښو ځان بې خبره اچوو او نه يې څیړو او نه ترې په سمه توګه ګټه پورته کوو، فکر کوم د اشتباه کنده به مو ځای وي.

هلته هم ټولو پر دې ټينګار کاوه چې که ډاکټر نجیب الله له واکه لاس په سر شي، نړۍ به ګل و ګلزار او ملايکې به په افغانستان واکمنې شي. په دې لوبو کې رهبري د امریکا، روسيې، پاکستان او د دوی د لاسپوڅو په لاس کې وه، خو لوبغاړي يې له تاریخ او سیاست څخه بې خبره افغانان وو. پایله هغه شوه چې تر اوسه يې پای ښکاره نه دی.

نن هم هماغه تېرې تاریخي پېښې د نن ورځې له شرايطو سره سم جریان لري.

نن هم رهبري د همغه لوبڅارو امریکا، پاکستان او د دوی د لاسپوڅو په لاس کې ده، خو لوبغاړي بیا هم افغانان دي.

اوس دلته ده چې پر هېواد مینو او اقلا په تاريخ او سیاست پوهو افغانانو پورې اړه لري چې تر کومه به د هغو تاريخي اشتباهاتو ښکار نه شي چې پایله يې وژل، سوځول او ویجاړول او اوږده جګړه وه، چې تر نن روانه ده.

ډېره اړینه خبره دا ده، که مو نن ښه او بریالی سیاست وکړ، د سبا ورځې تاریخ به د راتلونکو نسلونو لپاره روښانه او د تطبیق وړ وي.

 کله چې میرویس نیکه ګرګین وواژه او واګې يې په لاس کې واخیستې، د دې لپاره چې د ایران د صفوي او د هند د مغلي حکومتونو له بریدونو تر هاغه پورې ځان وژغوري چې تر څو ځان دفاع ته چمتو او خپل ځواکونه راټول کړي، صفوي حکومت ته يې وليکل ګرګین دلته پر خلکو ظلم کاوه او غوښتل يې چې خلک ستاسو پر ضد را وپاروي، نو ځکه تاسو ته د دوستۍ او درناوي له مخې مې هغه وواژه، اوس به زه کوښښ وکړم چې د ګرګین په واسطه ستاسو د لاسه تللی پرستیژ بېرته را ژوندی کړم.

 په همدې توګه يې په هند کی مغلي حکومت ته وليکل، د ايران صفوي حکومت ظالم حکومت دی، هغوی غوښتل چې پر ختيځو سیمو چې ستاسو په واک کې دي برید وکړي او خپل مذهب هلته هم خپور کړي. ما ځکه ګرګین وواژه چې زموږ او ستاسو ګټو ته خطر راپېښ نه کړي. زه ټول وخت تاسو سره د دوستۍ غوښتونکی یم، ځکه چې ایمان او مذهب مو سره شریک دي.

که ځیر شو د میرویس نیکه په دواړو ليکونو کې ستر سیاست او تجربې پټې دي. هغه په دې سره وکولای شول تر هغو چې ځان دفاع ته چمتو او خپل ځواکونه راټول کړي، په معقول سیاست سره يې د ځان له پاره وخت کمايي کړ، ځواکونه يې راټول او د هر بريد شنډولو ته چمتو شو.

بله ډېره اړینه خبره چې په سیاست کې پرې پوهېدل ډیر ضروري دي، هغه اقتصاد دی. وايي بری د سرتېري له معدې څخه تېرېږي. کله چې روسانو خپلې مرستې له ډاکټر نجیب الله سره ودرولې، وسلې او مرمۍ ډېرې وې خو اوړه په مشکل پیدا کېدل.

هماغه غوره متل چې وايي: «پردی کټ تر نیمو شپو وي» موږ پر خپل مټ او اقلا پر خپل اقتصاد متکي نه وو، پایله څه شوه بربادي.

اوس هم که موږ پر خپل مټ متکي نه شو او له خپلې ټولنې فساد ورک نه کړو پایله به هم بربادي وي.

له تاریخ څخه زده کړه همدې ته وايي. تاریخ چا ته نه اوړه ورکوي او نه غوړي. يوازې تا له دې خبروي، که چېرې اوړه ونه لرې، په برخه به دې حتمي بربادي وي. په فساد کې به د ټولنې یو یا دوه کسان په ډوډۍ ماره شي خو هېواد ته يې ګټه نه رسېږي. که ټولنه مړه شي ټول به ماره وي او که یو تن مور وي، نورې ټولنې ته يې څه ګټه نه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب