دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+راشد خان د لومړي پړاو الټايمېټ کرکټ لوبو اتل شو

راشد خان د لومړي پړاو الټايمېټ کرکټ لوبو اتل شو

تاند ( شنبه، د جدي ۱۲) راشد خان وتوانېده چې د لومړي پړاو آلټيمېټ چلنج کپ اتلولي خپله کړي.

راشد خان د دې لوبو په وروستۍ لوبه کې ویسټنډيزي انډر رسل د ۲۴ منډو په توپير ماتې وکړې او په دې سره د دې لوبو د لومړي پړاو اتل شو.

دا لوبې د سټار سپورټس ټلویزیون له لوري په لاره اچول شوې وې.

دا لوبې څنګه  ترسره او په کوم ډول ترسره کېږي؟

«دا لوبې د شپږو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې، په ټوله کې په کط ۱۴ لوبې وشوې او په هره لوبه کې دوه لوبغاړي یو د بل پر وړاندې ولوبېدل.»

«په دې لوبو کې لومړی یو لوبغاړي توپوهنه او بل توپ اچونه کوله. بیا به توپوهونکي توپ اچونه او توپ اچونکي توپوهنه ترسره کوله او همداسې به د دویم ځل لپاره هم تکرارېده.»

د دې لوبې هره پاڼۍ ۱۵ توپونه وو چې ترسره کېده به.

په وروستي لوبه کې راشد خان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۵ توپونو په لوبولو سره ۲۵ منډې خو انډري رسل بیا ۲۱ منډې وکړې.

خو دوهم پاڼۍ کې بیا راشد ۳۵ او وروسته بیا انډري رسل ۲۴ منډې ترسره کړې.

په دې لوبو کې د نړۍ یو شمېر نورو مشهور کرکټ لوبغاړي هم ولوبېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د راشد خان د دې لوبې ستاینه شوې او مینه والو یې ورته مبارکيانې لېږلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب