پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+مصنوعي پښتورګی او ډیالیسیز

مصنوعي پښتورګی او ډیالیسیز

(Dialysis and Artificial Kidney)

ژباړه او راټولوونکی: احسان الله ژمن

په شدید ډول د پښتورګي دنده له منځه تلل، که په حاد ډول وي یا که په مزمن ډول وي، د ژوند لپاره یو ګواښ دی او اړتیا ده چي ټول زهري او اضافي مواد له بدن څخه بهر سي او په بدل کي یې اړین مواد بدن ته داخل سي. د دې منظمي پروسې د ترسره کېدو لپاره پورته ناروغانو ته باید د پښتورګي پیوند یا ډیالیسیز وسي. په امریکا کي په اوس وخت کي تقریبا شپږ لکه د پښتورګو ناروغان د ESRD په مرسته درملنه کوي او تقریبا اتلس زره د پښتورګي پیوند په هر کال کي پکښې تر سره کېږي. هغه ناروغان چي د پښتورګي پیوند (kidney transplantation) کوي، د هغه ناروغانو په پرتله زیات ژوند او لږ روغتیايي ستونزي لري، کوم چي د ډیالیسیز په مرسته یې درملنه کېږي. 

Dialysis یو کړنلاره ده، کله چي پښتورګي په شدید ډول خپل دنده له لاسه ورکړي، د ډیالیسیز په مرسته اضافي او زهري مواد له بدن څخه بهر ایستل کېږي او هغه مواد چي بدن اړتیا ورته لري، بدن ته داخلېږي. نوموړې پروسه د hemodialysis په نوم هم یادېږي.

مصنوعي پښتورګی (artificial kidney)؛ د ډیالیسیز یو ماشین دی. کله چي د ناروغ پښتورګي په حاد یا مزمن ډول دنده له لاسه ورکړي، ددې ماشین په مرسته ډیالیسیز ورته اجرا کېږي. 

د مصنوعي پښتورګي د دندي میکانیزم

د ډیالیسیز په ماشین کي نیمه قابل نفوذه پرده شتون لري. حل کېدونکې ماده (solute) د نوموړي پردې له لاري د مادې د زیات غلظت (مقدار) څخه د کم غلظت پر طرف حرکت کوي. که چېري د یوې مادې غلظت په وینه کي د ډیالیسیزمایع په پرتله زیات وي، نو نوموړې ماده له ویني څخه مایع ته حرکت کوي. د دې ډول ناروغانو په وینه کي اضافي او زهري مواد تل زیات وي. د ډیالیسیزد ماشین له پردې څخه د solute حرکت په لاندي حالتو پوري اړه لري:

  1. کله چي د دوو محلولو (پلازما او ډیالیسیزمایع) ترمنځ د یو مادې د غلظت توپیر موجود وي. د بیلګي په ډول، که چېري په پلازما کي د یو یوریا مقدار زیات وي نو د ډیالیسیزمایع (dialysate) پر طرف ځي.
  2. د solute په وړاندي د پردې نفوذیه قابلیت: د ډیالیسیز د ماشین پرده د پلازما له پروټینو څخه پرته نورو ټولو موادو ته د تېرېدو اجازه ورکوي.
  3. د ډیالیسیز د پردې مساحت: هر څومره چي د نوموړي پردې مساحت زیات وي، د موادو حرکت هم زیاتېږي. ددې پردې ټول مساحت د 0.6 څخه تر 2.5 متر مربع پوري دی.
  4. له پردې سره د پلازما او ډیالیسیزمایع د تماس وخت: هر څومره چي وینه او مایع له پردې سره د زیات وخت لپاره په تماس کي وي، په هماغه اندازه په زیاته کچه پلازما او solute له پردې څخه تېرېږي.

د ناروغ شریاني وینه د ډیالییسیز له ماشین څخه تېرېږي او تر فلتر کېدو وروسته بیرته بدن ته د ورید له لاري داخلېږي. د ویني د ډیالیسیز پر مهال ناروغ ته Heparin ورکوو، چي د ویني د لخته کېدو څخه مخنیوی وکړي. د ډیالیسیز په ماشین کي یوغشایي جوړښت دی، چي د dialyzer یا hemofilter په نوم یادېږي او پخپل ځان کي واړه سوري او چینلونه لري، د ګټورو او اضافي موادو تبادله د همدې برخي په مرسته اجرا کېږي. د ډیالیسیز لپاره ځانګړې مایع شتون لري، چي د dialysate په نوم یادېږي.

Urea, creatinine, phosphate, sulfate, urate او داسي نور اضافي مواد له ویني څخه د ماشین په مرسته اخیستل کېږي د dialysate مایع سره ګډېږي. د دې مایع په مرسته پورته اضافي مواد له بدن څخه بهر وزي او له نوموړي مایع څخه اړین ګټور مواد بدن ته داخلېږي. د پلازما له پروتینو څخه پرته تقریبا ټول مواد د ډیالیسیز د ماشین له لاري د ویني او dialysate تر منځ تبادله کېږي.

د ډیالیسیز ماشین د ویني پمپونه لري، چي د بدن او ماشین تر منځ د ویني په تګ را تګ کي مرسته کوي. دوه نور پمپونه دي، چي یو یې تازه dialysate مایع ماشین ته راوړي او بل یې کارول سوې مایع، چي د بدن اضافي مواد ورسره ګډ سوي وي، له ماشین څخه بهر باسي. د ډیالیسیز په ماشین کي په یو وخت کي تقریبا 500mL وینه شتون لري. لدې ماشین څخه په یوه دقیقه کي له 200mL څخه تر 300mL پوري وینه او 500mL د dialysate مایع ورڅخه تېرېږي. د ډیالیسیز تکرار د پښتورګو د ناروغۍ په شدت پوري اړه لري. که چېري د ناروغ پښتورګو په شدید ډول دنده له لاسه ورکړې وي، په اونۍ کي درې ځله ډیالیسیز ورته تر سره کېږي او هر ځل ډیالیسیز تقریبا شپږ ساعته وخت نیسي.

په ډیالیسېټ مایع کي urea, urate, sulfate, phosphate او creatinine نسته، خو د ناروغ په وینه کي دا ټول اضافي مواد شتون لري، دا چي پورته مواد له زیات غلظت څخه د کم غلظت پر طرف انتشار کوي، ځکه نو له ویني څخه نوموړي مواد dialysate ته حرکت کوي. پدې مایع کي سوډیم، پتاشیم او کلورایډ ایونونه کم او په وینه کي زیات دي. خو ګلوکوز، بای کاربونیټ او کلسیم په ډیالیسېټ کي زیات دي او په وینه کي کم دي.

د پریتوان پردې په مرسته هم ډیالیسیز تر سره کېدای سي. د بطن د قدامي جدار له لاري کتېتر پریتوان ته داخلېږي او د کتېتر له لاري ډیالیسېت مایع پریتوان ته ځي. د پریتوان د رګو په مرسته له ډیالیسېټ څخه ګټور مواد اخیستل کېږي د ویني جریان ته ځي او له ویني څخه اضافي مواد ډیالیسېټ مایع ته ورکول کېږي بالآخره له بدن څخه بهر ته وزي.

د ډیالیسیز ماشین د پښتورګو په پرتله زیات مقدار یوریا له بدن څخه باسي. نوموړی ماشین په یوه دقیقه کي له 200mL څخه تر 250mL پلازما له یوریا څخه پاکوي، په داسي حال کي، چي نورمال پښتورګي په یوه دقیقه کي 70mL پلازما له یوریا څخه پاکوي. 

د ډیالیسیز اختلاطات

د ډیالیسیز اختلاطات د ناروغ په حالت، عمر او نورو فکتورو پوري اړه لري. عمومي اختلاطات یې په لاندي ډول دي؛ د خوب بې نظمي، anxiety او depression (د خفګان احساس او ناامیدۍ احساس، همدارنګه په خوب او اشتها کي بې نظمي، جسمي ناتواني او د ځان وژني سوچونه کول).

د موضوع اړوند د ځینو اصطلاحاتو تشریح

(ESRD) End-stage renal disease: هغه حالت چي شخص پکښې د تل لپاره د پښتورګو دنده له لاسه ورکړي او په منظم ډول د ژوند تر پایه ډیالیسیز ته اړتیا ولري.

Anxiety: هغه ذهني فشار چي شخص پکښي وېره او ناراحتي ولري.

Depression: د خفګان احساس او ناامیدۍ احساس، په خوب او اشتها کي بې نظمي، جسمي ناتواني او د ځان وژني سوچونه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب