جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشد خان د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو

راشد خان د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو

تاند(دوشنبه، د جدي ۸) د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی دی، راشد خان دغه راز د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړو په نوملړ کې هم راغلی وو.

خو د پاکستان کوم لوبغاړی په دې لېست کې نه لیدل کېږي چې د دغه هېواد د خلکو او پخواني لوبغاړو غبرګونونه یې را پارولي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکره توپ اچوونکی راشد خان دغه راز د کرکټ نړیوالو شورا د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړي په نوم لړ کې هم راغلی دی.

دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا په تېره یوه لسیزه کې د ټیست لوبو په برخه کې د استرالیا لوبغاړی سټیو سمیت د غوره لوبغاړي په توګه ټاکلی دی.

او د یو ورځنیو لوبو په برخه کې یې بیا د هند لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کولي د تېرې یوې لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلان کړی دی.

او همدا راز د تېرې یوې لسیزې ترټولو  غوره لوبغاړی چې به هره برخه کې مخکې دی هغه هم د هندي لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کولي دی.

د یادونې ده چې په د کرکټ نړیوالې شورا دغه راز د ښځینو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی دی چې د کرکټ په درې واړو برخو کې یې غوره ښځینه لوبغاړې اعلان کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د کرکټ نړیواله شورا تل د هرې لسیزې په پوره کېدو سره غوره لوبغاړي اعلانوي.

بلخوا د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په دې لېست کې هیڅ کوم پاکستانی لوبغاړی نه دی اعلان شوی چې د پاکستاني لوبډلې او د پاکستان د خلکو غبرګونونه یې را پارولي دي.

د پاکستان ځینو پخوانیو لوبغاړو په ټویټر لیکلي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا د اې پي اېل یا د هند د غوره لیګ د لوبډله اعلان کړې ده نه په نړیواله توګه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب