پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+آلېس پيري ښځینه وو کې د لسیزې غوره کرکټرې جايزه وګټله

آلېس پيري ښځینه وو کې د لسیزې غوره کرکټرې جايزه وګټله

تاند ( دوشنبه، د جدي ۸) د کرکټ نړيوالې شورا د تېرې لسيزې غوره کرکټرانو کې د استراليا ښځينه کرکټ لوبغاړې آلېس پيري ته په درېو فارمټونو کې د غوره لوبغاړې جاېزې ورکړې.

د کرکټ نړيوالې شورا د ښځينه کرکټ لوبغاړو په قطار کې الېس پيري د کرکټ د ټولو ډولونو د لسيزې غوره لوبغاړې اعلان کړې ده.

نوموړې په يو ورځنيو او شل اوريزه سياليو کې له خپلو سيالانو څخه زياتې رايې خپلې کړې دي.

  پيري څلور ځله د استراليا لپاره د نړيوال جام په اتلولۍ کې خورا مهم رول اداء کړی او په ترسره کړيو لوبو کې يې ۴۳۴۹منډې کړي او ۲۱۳ ويکټې ترلاسه کړې دي.

پيرې څه موده وړاندې له هر ډول نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې  د هند ويرات کوهلي يو ورځنيو سياليو او د لسيزي غوره لوبغاړی، استرالياوي سټیو سميت د ټيسټ کرکټ د لسيزې غوره لوبغاړی شو ، افغان کرکټر راشد ارمان هم ډېرو رايو په ترلاسه کولو د شل اوريزه سياليو د لسيزې غوره لوبغاړي او مهندرا سينګ ډوهني د لسيزې غوره اخلاقي کرکټر جايزه ترلاسه کړه.

ډوهني په تېره لسيزه کې يو ځل د کال اخلاقي لوبغاړي جايزه هم خپله کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب