جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهستره محکمه: ولسي جرګه صلاحیت نه لري چې دولتي مسوولین څارنوالي ته...

ستره محکمه: ولسي جرګه صلاحیت نه لري چې دولتي مسوولین څارنوالي ته معرفي کړي

تاند(دوشنبه، د جدي ۸) د افغانستان ستره محکمه وايي، د ملي شورا دواړه جرګې دا صلاحیت نه لري چې د دولت غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

رسنیو ته یو مکتوب رسېدلی چې سترې محکمې په کې د دولت ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې کار په سمه توګه مخې ته یوسي او دغه راز ویلي یې دي چې د ملي شورا دواړه جرګې نه شي کولای چې د دولت غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

دغه راز ویل کېږي لومړی ولسمشر له سترې محکمې د ولسي او مشرانو جرګې د د صلاحیتونو په اړه وضاحت غوښتی وو چې وروسته سترې محکمې د چارو ادارې ته په لېږلي مکتوب کې ویلي، د ملي شورا دواړې جرګې دا صلاحیت نه لري چې د دولتي ادارو غړي، د خپلواکو ادارو مسوولین او او رئیسان څارنوالۍ ته معرفي کړي.

په دې مکتوب کې راغلي د دواړو جرګو غړي یوازې دومره کولای شي چې د دولتي ادارو له کاره ارزونه وکړي او که کومه ستونزه ورته پیدا شي مربوطه ارګانونو ته دې یې وسپاري ترڅو هغوې یې په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د ولسي جرګې غړي ځینې دولتي کارمندان او مسوولین د دوی په خبره د فساد او نا غېړیو په تور لویې څارنوالي ته معرفي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب