جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي امنیت په حیرتان بندر کې د بډو اخیستلو په تور درې...

ملي امنیت په حیرتان بندر کې د بډو اخیستلو په تور درې سناتوران نیولي

تاند (دوشنبه د جدي ۸) د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې پولیسو په بلخ کې د مشرانو جرګې درې سناتوران د رشوت اخیستلو په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست له لوري نن دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، دغه سناتوران پرون یکشنبه د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او لویې څارنوالۍ د استازو لخوا د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

د اعلامیې د معلوماتو پر اساس، د مشرانو جرګې دغه فعاله درې سناتوران پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي و.

که څه هم سرچینې د یادو سناتورانو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د رشوت اخیستلو په تور نیول شوي کسان په مشرانو جرګه کې د فاریاب، سرپل او د خوست ولایتونو استازي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د یادې قضیې راپور د مشرانو جرګې ریاست ته سپارل شوی، خو تر اوسه یادې جرګې په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي نن دوشنبه په یاد ولایت کې خبریالانو ته ویلي چې د مشرانو جرګې دغه درې کسیزه پلاوی مزارشریف ته تللی و چې په حیرتان بندر کې د رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې یاد درې سناتوران په حیرتان بندر کې داسې مهال نیولي چې ۴۰ زره ډالر رشوت یې ترلاسه کاوه.

د راپورونو له مخې دغه سناتوران محمد عظیم قویاش، محمد انور باشليق او لیاقت الله بابکرخېل دي چې د بډو اخیستلو پر مهال د ملي امنیت منسوبینو له خوا نیول شوي دي.

قوياش په مشرانو جرګه کې د سرپل ولايت استازی، باشليق د فاریاب اوسېدونکی او بابکرخېل د خوست اوسېدونکی دی چې دوی دواړه انتصابي سناتوران دي.

1 COMMENT

  1. هم انتخابی سناتور او هم انتصابی سناتور = سناټر
    نه یوازی نن
    بلکه
    د ډَم کراسۍ د دوران سناتوران هم ټول سناټران وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب