یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد حکمتیار وړاندیز؛ امرالله صالح وايي د کابل د پولیسو تشکیل به...

د حکمتیار وړاندیز؛ امرالله صالح وايي د کابل د پولیسو تشکیل به دوه برابره شي

تاند (دوشنبه د جدي ۸) وروسته له دې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د امنیتي حوزو د ویشلو وړاندیز وکړ افغان حکومت وايي، ټاکل شوې چې په کابل کې د پولیسو تشکیل دوه برابره شي.

حکمتيار د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د جدي د شپږمې نېټې د غندنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وویل، د کابل امنیتي وضعیت له زغم څخه وتلی او خلک بايد په خپله د ځانونو د امنیت ساتلو لپاره لاس په کار شي.

نوموړي وړانديز وکړ چې که کابل پر ۳۰  امنیتي حوزو ووېشل شي او هره حوزه شاوخوا ۲۰۰ سرتېري ولري، نو پلازمېنه کې د امنیتي پېښو او هدفي وژنو مخه نیول کېدای شي.

د ښاغلي حکمتیار له دې څرګندونو وروسته نن دوشنبه د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږ نیمو بجو له امنیتي ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل د پولیسو په لیکو کې پراخ اصلاحات روان دي.

د ښاغلي صالح په خبره، د پولیسو د تشکیل دغه زیاتوالی به په خورا دقت او حوصلې تر سره شي، تر څو د هغه کسانو چې لازم شرایط او معیارونه نه لري، د ورتګ مخنیوی په کې وشي.

صالح وايي، چې د پولیسو د جذب لپاره به معیارونه ډېر ژر وټاکل شي، چې یو له دغه معیارونو به هم د کشف او تحقیق په برخه کې لومړني معلومات درلودل وي.

نوموړی زیاتوي، په ډېرو ماموریتونو کې پولیس لګیا و چې هغه د افغانستان ملي اردو ته سپارلي شوي دي او د کابل پولیس خپلو اصلي دندو ته راګرځي.

دده په وینا چې د کابل په غرونو کې پوستې اردو ته تسلیم شوې، موسیساتو او ځینو وزارتونو پوستې د محافظت عامه تصدۍ ته تسلیم شوې او ځینې عایداتي موسسات چې تر ډېره تر ګواښ لاندې و هم د محافظت عامه تصدۍ ته تسلیم شوې دي.

نوموړی وايي، اوسمهال له بېلو بېلو ځایونو څخه شاوخوا ۵۰۰ پولیس له غیر مربوطه دندو راوستل شوي او خپلو اصلي ماموریتونو ته لېږل شوي دي.

امرالله صالح زیاته کړې، د کابل د پولیسو تشکیل به دوه برابره کړي چې له دې سره به په ښار کې امنیتی وضعیت ښه شي.

بلخوا د پولیسو د تشکیل په برخه کې د امرالله صالح دې څرګندونو یو شمېر غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي د پولیسو دوه برابره کول ستونزه نه حل کوي، بلکې صادقانه چلند، مسلکيتوب او رښتینولي کولی شي د کابل ښار امنیت تامین کړي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د کابل د پولیسو زیاتول غوره پرېکړه ده، خو شته ځینې ناکاره یې باید تشخیص او لیرې شي!»

کابل کې د پولیسو زیاتولو خبره په داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې په دغه ښار کې هدفي بریدونه او چسپکي ماین چاودنې ډېرې شوي دي.

د کابل د پولیسو په وینا چې نن هم د ښار د څلورمه ناحیه اړوند کلوله پشته سیمه کې د افغان ځواکونو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ګڼ شمېر سياسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو، د ژورنالېستانو ټولنې هم د کابل په ګډون د هېواد د امنیتي وضعیت  د خرابېدو له امله شکایت کړی و.

په دې وروستيو کې په کابل او ولايتونو کې په هدفي وژنو کې ژورنالېستان، مدني فعالان  او د بشري حقونو ګڼ شمېر مدافعين وژل شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د هدفي وژنو په اړه  اندېښنه ښودلې او ګواښ يې کړى چې دا بريدونه د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

باید وویل شي چې په کابل او ولایتونو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو په زیاتوالي سره ولسمشر غني پرون یکشنبه امنیتي او دفاعي چارواکو ته په جوړه شوې ناسته کې امر وکړ چې له مدني او رسنیزو بنسټونو سره په مشوره د وروستیو اونیو د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره له ټولو شته اسانتیاوو ګټه واخلي او عاملین یې ونیسي او سزا ورته ورکړل شي.

2 COMMENTS

  1. کله چی امرالله صالح د کابل امنیت مسؤلیت تر لاسه کړۍ دی نو په کابل تروریستی حملی هم زیاتی شویدی اوس قاتل امرالله صالح د پولیسو زیاتوالۍ اعلان کړ او د قاتل ګلبدین هم دا پیشنهاد ورته کړۍ دی نو ددی سره به قتلونه په کابل کښي نور هم زیات کړی شی دا امریکا او پنجابی پاکستان هم غواړی !!! وروسته به ولیده شی

  2. په ټول افغانستان کې پدې وروستیو کلونو کې زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغ شویدي او د خپل مسلک سره سم دنده نشي پیدا کولی . که د کورنیو چارو وزارت هغوی ته په ښارونو او له دښمن سره د مخامخ جګړو نه نسبتا لرې سیمو کې د پولیسو په صفت وګماري او یوه لنډه موده ترېننګ شي ، امکان لري ډېر ژر مونږ مسلکي ، وطنپاله او د لوړو زده کړو لرونکي پولیس او امنیتي منسوبین ولرو.
    پولیسو ته باید کافي معاش ورکړل شي ترڅو له خاینانو ، غلو او رشوت ورکوونکو او رشوت اخیستونکو اونورو مجرمینو سره جدي مبارزه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب