جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپر یما سیاوش په برید کې درې ښکېل کسان نیول شوي

پر یما سیاوش په برید کې درې ښکېل کسان نیول شوي

تاند(دوشنبه، د جدي ۸) د کورنیو چارو وزارت وایی، له جدي پلټنو وروسته یې درې کسان نیولي دي چې د یما سیاوش په وژلو کې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ د امنیتي مسوولینو او د ولسمشر د لومړي مرستیال سره په ګډه خبري غونډه کې د وروستیو هدفي وژنو او د خبریالانو د وژلو په اړه معلومات ورکړل.

اندرابي زیاته کړه، پر یما سیاوش برید د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همغږې د جدي پلټنو لاندې دی او تر اوسه درې تنه په دې تړاو نیول شوي دي.

نوموړي وویل، پر الیاس داعي د برید په تړاو یو کس ونیول شو او په دې تړاو نورې پلټنې هم روانې دي.

دغه راز اندرابي زیاته کړه، پر رحمت الله نیکزاد د برید په اړه د طالبانو یو غړی پېژندل شوی چې په دې برید کې یې لاس لاره خو تراوسه نه دی نیول شوی.

اندرابي وویل، د فردین امیني پر مشکوک وژنې هم پلټنې جریان لري او د فرشته کوهستاني د وژنې په اړه هم دوه تنه ونیول شول او پر یوسف رشید د برید په تړاو لا جزییات په لاس کې نشته.

د ملي امنیت په ریاست کې مسولانو هم په دې ناسته کې سره له دې چې پر یما سیاوش برید په تړاو درې تنه نیول شوي دي، خو لا هم د قضيي روښانه کیدو لپاره نور هم پلټنې روانې دي.

هغوې زیاته کړه چې پر الیاس داعي د برید په تړاو یو کس نیول شوی دی چې د طالبانو ښاري جبهې غړی دی او دغه راز پر ملالۍ میوند د برید په تړاو یو تن نیول شوی دی چې د داعش ډلې غړی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست مسولان وايي، چې د دې ریاست پلټنې ښايي، چې پر رحمت الله نیکزاد او فرشته کوهستاني بریدونه د طالبانو لخوا ترسره شوي او پر یوسف رشید د برید په اړه تر اوسه لا څه په لاس کې نشته دي.

دوې زیاته کړه، چې د ملي امنیت ځواکونو په وروستيو ورځو کې درې تروریستي ډلې چې پکې ۱۵ تنه شامل دي نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب