تاند(دوشنبه، د جدي ۸) وسلهوالو طالبانو تېره شپه د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالي کې له جاغوري راتلونکي ۱۵ مسافر له ځانه سره بېولي دي.
وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې له جاغوري راتلونکی یو موټر چې په کې ۱۵ مسافر سپاره وو درولی او دغه ټول مسافر یې له ځانه سره بېولي دي.
بلخوا په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني بیا وویل، چې وسلهوالو طالبانو ۱۵ مسافر د قرهباغ په لاره کې له ځانه سره بېولي دي او شپږ نور کسان یې څه موده وړاندې له ځانه سره وړي وو خو تراوسه یې نه دې خوشي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې وسلهوال طالبان د غزني پر لاره مسافر له ځانه سره بیایي تردې وړاندې هم طالبانو د غزني او میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ پر لاره ځینې مسافر له ځانه سره بېولي وو.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د ورک شویو مسافر په اړه څه نه دې ویلي.