جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: امنیتي ادارې د کابل ښاریانو خوندیتوب کې پاتې راغلي

ولسي جرګه: امنیتي ادارې د کابل ښاریانو خوندیتوب کې پاتې راغلي

تاند (دوشنبه، د جدي ۸) د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ امنیتي ادارې د کابل ښاریانو د امنیت په تامین کې پاتې راغلې دي.

د یادې جرګې ځینو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په کابل کې وروستی امنیتي وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.

دوی په خپله پرېکړه هم نیوکه کوي چې پکې څه موده وړاندې یې د امنیتي ادارو وزیرانو ته رایه ورکړه.

دوی وایي د امنیتي سکتور وزیرانو ته یې ځکه رایه ورکړه چې ژر امنیتي مسایل مدیریت کړي خو د دوی په خبره دوی برعکس په خپلو شخصي ګومارنو او چارو لګیا دي چې د همدې بې پروایۍ له امله په کابل او نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دوی دغه راز زیاتوي چې د امنیتي پېښو، وژنو، هدفي بریدونو، تښتونو، جنایي جرمونو او نا امنۍ پېښې بې کچې ډېرې شوې او باید مخنیوی یې وشي.

دوی داسې مهال پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي چې همدا نن هم د کابل ښار د څلورمې ناحیې په کلوله پوشته سیمه کې د ملي اردو پر رنجر ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل لورته ولسمشر غني هم وروستۍ هدفي وژنې د اندېښنې وړ بللي او امنیتي ادارو څخه یې غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

‏‎د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم په یوه لویه غونډه کې په ‎افغانستان کې په هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې هدفي وژنې د اوسنې نظام د ماتولو او له منځه وړلو په پار پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب