پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران وایي افغانستان ته یې صادرات ډېر شوي

ایران وایي افغانستان ته یې صادرات ډېر شوي

تاند ( دوشنبه، د جدي ۸) د ایران د سوداګرۍ برخې مسوولانو ویلي چې دمګړی افغانستان ته په ګڼو برخو کې صادرات لري.

ایرانۍ رسنۍ د یاد هېواد د سوداګرۍ برخې د مسوولانو له قوله وایي چې وروستیو کې یې افغانستان ته  د ټولو صادراتو کچه ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

سرچینې زیاته کړې چې افغانستان یې په دې وروستیو کې ښه سوداګریز شریک دی او هڅه کوي له دغه هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې نورې اسانتیاوې هم راولي.

د سرچینې په خبره ایراني چارواکو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي او د دې احتمال شته چې ایراني پانګه وال په افغانستان کې پر کانونو او نورو مواردو پانګونې ته زړه ښه کړي.

ایران داسې مهال افغانستان سره د سوداګرۍ په کچه کې د زیاتوالي خبر ورکوي چې، په دې وروستیو کې یې په ځلونو له افغان سوداګرو سره د مرستې ژمنې کړي خو افغان سوداګر بیا وایي چې هېڅ ژمنه یې نه ده عملي کړې.

افغان سوداګر وایي وخت ناوخته دایران په بندرونو کې له ستونزو سره مخ وي او هېڅکله هم دوی په هغو ژمنو کې ویلې افغان سوداګرو ته به اسانتیاوې برابرې کړي عمل نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ایران څه موده وړاندې د افغانستان رېل پټلۍ د  ۴۶ کارکوونکو د روزنې ژمنه هم کړې وه.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې مسوولانو ویلي وو چې د هرات – خوف رېل پټلۍ پرانیستل کېدو وروسته به دغه چاره ترسره کړي خو دا چې شاوخوا یوه میاشت کېږي دا پټلۍ پرانیستل شوې لا هم په دې برخه کې د عملي اقدام څرک نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب