سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټرمپ امریکایانو سره د مرستو مصوبه لاسلیک کړه

ټرمپ امریکایانو سره د مرستو مصوبه لاسلیک کړه

تاند ( دوشنبه، د جدي ۸)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورونا وبا له امله د رامنځته شویو زیانونو د مخنیوي لپاره د ۹۰۰ میلیاردو ډالرو مرستې مصوبه تایید کړه.

ټرمپ تر دې وړاندې د دغه مرستې له تاییدولو سره مخالفت درلود.

امريکایي رسنۍ وایي چې د امریکا حکومت غواړي له دغو پیسو په استفادې له وړو سوداګرو، بېکاره شوو او اړمنو امریکایانو سره مرسته وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امريکاحکومت له خپلو وګړو سره مرسته کوي تر دې وړاندې يې هم میلیاردونه ډالره مرسته ترسره کړې ده.

د امریکا حکومت وایي هڅه کوي چې په هېواد کې د کورونا وبا ټول منفي تاثیرات ختم کړي.

د یادونې ده چې امریکا یو له هغه هېوادونو شمېرل کېږي چې کورونا وبا تر نورو هېوادونو ډېر ځپلی دی.

د معلوماتو له مخې یاد هېواد د کورونا ځپلو هېوادونو په سر کې ځای لري.

د کورونا له لومړۍ او دوهمې څپې لا د خلکو اندېښنې ختمې شوې نه وې چې ورسره د بلې نوې بڼې د موندل کېدو اندېښنې خپرې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب