پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+رونالډو په نړۍ کې د یوې پېړۍ غوره فوټبالرجایزه وګټله

رونالډو په نړۍ کې د یوې پېړۍ غوره فوټبالرجایزه وګټله

تاند (دوشنبه، د جدي ۸) کريسټيانو رونالډو د فوټبال په نړۍ کې د یوې پېړۍ غوره فوټبالر جایزه خپله کړه.

د نوموړي لپاره په دوبۍ کې دنمانځنې پروګرام نيول شوی وو.

۳۵ کلن رونالډو یوه پېړۍ کېږي چې د فوټبال په نړۍ کې لوبېږي او د نړۍ په کچه زیات مينه وال هم لري.

د نړۍ دغه مشهور نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ کې د یوه داسې ریکارډ څښتن شو چې د میسي په شمول هېڅ لوبغاړې تر دې دمه نه دی ګټلی.

رونالډو چې په ایټالوي لیګ کې د یوونتوس لوبډلې لخوا لوبیږي د روما لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې یې تېره ورځ دوه ګولونه ووهل او لوبډله یې له ماتې وژغورله.

په دې سره ۳۵ کلن رونالډو د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې د اروپا په پنځه سترو بېلا بېلو لیګونو کې په لوبېدو په مجموعي ډول ۴۵۰ ګولونه بشپړوي.

رونالډو په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کې د دوه پرتګالي لیګونو لخوا لوبېدلی دی.

هغه  دغه راز د انګلستان په «پریمیئر لیګ» کې د مانچسټر یونایټډ لخوا، په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې د ریال مدرید لخوا او اوس په ایټالوي لیګ «سیریا ای» کې د یوونتوس لوبډلو لخوا لوبیږي.

له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ د مانچسټر یونایټډ سره، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۸ د ریال مدرید سره او د ۲۰۱۹ تر اوسه د یوونتوس لوبډلې سره لوبېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب