پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني وایي؛ وروستۍ هدفي وژنې د اندېښنې وړ دي

ولسمشرغني وایي؛ وروستۍ هدفي وژنې د اندېښنې وړ دي

تاند (دوشنبه، د جدي ۸) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني یک شنبه ناوخته د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې چې په هېواد کې د خبریالانو، مدني فعالینو او سیاسي څېرو هدفي وژنه هېڅ د منلو نه ده او ټينګار یې وکړ چې باید په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

د ده په خبره د امنیتي ادارو مسوولیت دی چې د شویو بریدونو مسوولین ونیسي او په سزا یې ورسوي.

ولسمشر د خپلو خبرو پرمهال ویلي چې امنيتي ادارې باید د راتلونکو بریدونو مخنیوی وکړي.

ولسمشر ویلي چې په دې بریدونو کې د مدرن افغانستان لپاره روزل شوي افکار او څېرې په نښه کېږي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

ولسمشر داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.

عام افغانان هم اندېښمن دي او وایي چې که حکومت یې مخه ونه نیسي دا به یو لوی ګواښ شي د خلکو لپآره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب