پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeکلتورسینماد چین د سینماګانو بې ساري عواید

د چین د سینماګانو بې ساري عواید

تاند- د چین سینماګانو په ۲۰۱۳ میلادي کال ۳ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره عاید ترلاسه کړ. له اقتصادي ودې سره په دغه اسیايي هیواد کې هنرونه هم مخ په وده دي.

د چین دولتي تلویزیون د شنبې په ورځ وویل چې د دې ګټې تر نیمايي زیاته یې د داخلي فلمونو د ټکټونو له پلورلو څخه ترلاسه کړې ده.

په دې حساب تر ورتېر کال(۲۰۱۲) په چین کې ۵۵ فیصده زیات فلمونه جوړ شوی دي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال په چین کې ۶۳۶ فلمونه جوړ شوي ول چې تر ۲۰۱۲ میلادي کال لږ ول خو زیات پلورل شوي دي.

په ۲۰۱۲ میلادي کال په چین کې ۷۴۵ فلمونه جوړ شوي ول مګر د ۲۰۱۳ په شان نه ول پلورل شوي.

په چین کې ۱۸ زره دوه سوه سینماګانې موجودې دي.

چینایانو تېر کال پر نورو هیوادونو ۴۵ فلمونه وپلورلی شوای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...