دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعورکه سوله/ عصمت قانع

ورکه سوله/ عصمت قانع

د افغانانو له مذهبي اعتقاداتو سره توهمات هم ګډ دي. له پیرانو، حضرتانو، خلیفه ګانو، صاحبزاده ګانو او اخندزاده ګانو سره به داسې خصلتونه وتړي چې د دین له هدایاتو او لارښوونو سره به په بشپړ ډول په ټکر کې وي، ولې که یې مخالفت وکړې نو په بدنیتۍ به درته وایي، چې د هري یې، د خدای او رسول له لارې اوښتی یې.

زموږ د کټواز ټوټ پاینده خېل مې ښه په یاد دی چې ویل یې: د خلقیانو پښه ښویېدلې ده، که خدای ګل نه مني خو نه یې دی لیدلی ((توبه نعوذ بالله))، که رسول ګل نه مني، هغه خو وفات شوی دی، دا کفار پیرګل ولې نه مني، چې سور څټ په دربار کې ناست دی او د اوبو پر جای پیپسي څښي.

د ټوټ پاینده خېل یوه بله ناپړیته هم په ټول کټواز کې مشهوره وه.

د پاینده خېلو وسله والو مجاهدینو ته یې د سیند شنې شګې په پیر صاحب باندې دم کړې وې او ورته ویلي یې وو، چې کله د حکومت وسله وال پلټن پر کټواز یرغل راوړ، نو د لښکر ټانګونه په دغو دم شو شګو وولﺉ ځای پر ځای به ویلې شي یعنې ذوب به شي.

وسله والو هم ددې پر ځای چې په خیر کوټ کې ټانګونه په راکېټ وولي د شګو ګوزارونه یې پرې وکړل، چې په نتیجه کې وسله وال ژڼي ټول یا و وژل شول او یا هم زخمیان شوو.

د پیر صاحب د مریدانو سیمه ییز خلیفه ددې پر ځای چې د ناورین پړه پر غاړه واخلي د خپلو دم شوو شګو په دفاع کې وویل، چې د وسله والو عقیده خرابه شوې وه، ځکه یې د شګو ګوزارونو د ټانګونو د سوځولو کار ور نه کړ.

پردې برسېره داسې توهمات د خلکو د عقایدو برخه ګرزېدلې دي چې شریعت یې بیخي مني نه، په دین کې یې هېڅ ځای نشته. د خدای او رسول د فرامینو او حکمونو مخالف دي، خو نیمچه ملایان یې د دین د روایاتو په توګه تبلیغوي.

په دغو توهماتو کې یوه دا هم ده، کله چې د چا غټه غلا وشي، نو یوه ټګ ملا ته مراجعه کوي چې د غله پته ولګوي. څو ځله د هغه کس جیب په دې هیله لوټېږي چې ګنې د مال غل به یې پیدا شي.

خو د غلا عمل دوام مومي او د اغېزمن کس جیب همداسې پسې تشېږي. کله چې د ټک ملا ټولې حیلې او بهانې د غله په پیدا کولو کې د اختتام تر پولې رسېږي، نو بالاخره همدا حالت رارسېږي چې د اغېزمن شخص عقیده خرابه شوې ده او د خرابې عقیدې د شخص په باره کې تاویزونه، څښتونه او ټوټکې ستر کار نه ورکوي.

همداسې کانه په افغانستان شوې ده. افغانستان پوره پېنځه دېرش کاله کېږي چې د خپلې ورکې په لټه کې دی، د افغانستان سوله او ثبات ورک شوي دي، ورک شوي خو څه کوې، بلکې غلا شوي دي.

د غلو د موندنې لپاره وینې بهېږي، په تکړه ملایانو او شعبده بازو  پیرانو تاویزونه جوړېږي، نذرانې ورکول کېږي، صدقې کېږي، د زیارتونو نذرونه ورکول کېږي، هرځل د سولې په نامه د سولې د ادرس د پیدا کولو په بهانه تاویزونه خپلې اغېزې د جګړې په جوله او څېره کې رابرسېره کوي.

موږ په رسېدلي پیر صاحب باندې د سولې لپاره تاویز کاږو، ښه چاغه نذرانه یې هم له جیبه باسو، خو د پیر صاحب تاویز د جګړې د دوام سبب کېږي او بیا پر موږ تر لګېږي چې د پیر پر کراماتو باندې د خامې عقیدې په وجه نامراده او برباده یوو.

خو داځل دوه زره څوارلسم کال رارسېدلی دی، له کراماتو ډک پیر صاحب وایي، چې د سولې تاویز چې په رنګا رنګ جامو کې ګڼدل شوی دی باید د افغانانو غاړې ته ولوېږي.

درېغه چې سوله به داځل د همدغه تاویز په برکت خپل سپین وزرونه د افغان وطن پر غرونو او رغونو باندې غوړوي.

دغه تاویز ته دفاعي او امنیتي تړون وایي او موږ افغانان یې باید د اغېزې او اثر په باره کې بد نیت او بد شګون ته په زړه او دفاع کې ځای ور نه کړو، که مو نیت بد شو او که مو په زړه کې غلطه خبره را وګرځېده د تاویز اثرات به بېرته چپه شي، پر بل مخ به واوړي.

کیسه کا مظفر الحق اخند زاده صاحب چې زبده الواصلین کشف الاسرار دی. یوه بزګر چې په ټکنده غرمه کې به یې هم په خپله کرونده کې کار کاوه، یوه ورځ یې په پښه کې د بیابان زهرجن اغزی لک شو، لک اغزی د پښې په غوښه کې پسې ننوت.

بزګر بېچاره د اغزي د را اېستلو بشپړه وسه وکړه، خو اغزي ویل، خدای یو مالګی تروې که مې پیدا کړې.

بزګر بېچاره مجبور شو چې د اغزي د را اېستلو لپاره له خپلې مېرمنې څخه مرسته وغواړي، کور ته راغی او مېرمنې ته یې د یوه ساړه اسویلي په بدرګه په پښه کې د لک شوي اغزي د نه راوتلو له ستونزې شکایت وکړ او د پښې له درده یې فریاد هم ورسره ملګری کړ.

ښځې یې خاوند ته لیمڅی هوار کړ او د پښې د پورته کېدو غوښتنه یې ترې وکړه. بزګر پر لیمڅي اوږد وغځېد او خوږمنه پښه یې پورته کړه، مېرمنې یې له ګرېوان څخه ستن راوکښه او دستنې په مرسته یې د خاوند په پښه کې د منډلي اغزي د را اېستلو هڅې پیل کړې، تر یو څو وارې ستنې ټومبلو وروسته اغزی د بزګر له پښې راووت.

د اغزي له راوتو سره سم د بزګر په بدن کې یوه دردونکې څړیکه وځغاسته چې درد یې د بزګر له سغۍ څخه ټیز راویوست. بزګر د شرم او خجالت په حالت پر ښځې غږ وکړ چې ښځې اغزی پیدا شو؟

ښځې یې په حاضر جوابه لهجه ور غبرګه کړه؛ اغزی لا نه دی راوتلی خو غږ یې راغی.

په افغانستان کې هم د سولې حالت لا نه دی راغلی، خو غږ یې راغلی دی.

۲۰۱۴ کال د سولې د راتګ د کال زیری دی، خو دغه زیری یو قیمت هم غواړي او هغه قیمت د امریکا له نړیوال جال سره په هغه حشر کې شرکېدل دي چې د دغې سیمې او دغې ساحې لپاره په پام کې نیول شوی دی.

که افغانان د سولې پر تاویز باندې خپل باور ټینګ کړي او هغه پرهېز په شدت سره رعایت کړي، چې د دغه تاویز د اثراتو او اغېزې لپاره ضروری دی، خپل حکومت په یوه داسې خدمت ګذاره مؤاسسه باندې بدل کړي، چې د امریکایي مدنیت د خواخوږۍ د وړتیا مستحق شي، نو بیا به افغانستان خپله ورکه سوله بېرته ومومي.

ځکه د دغې ورکې سولې درک لګېدلی دی، د دغې ورکې سولې د بېرته پیدا کېدو اواز د اسمان په کنګرو کې ازانګې کوي.

ورکه سوله پیدا کېږي، خو که افغانان د مکان او زمان اواز ته غوږ ونیسي.

6 COMMENTS

  1. قانع صاحب د پیرانو، فقیرانو. سبزادګانو او اخندانو په هکله د نظر په سلو کی سل تایدوم، پداسی کال کی چی نه په قران شریف او نه په احدیثو کی داسی څه شته چی دوی( دا د ټولنی پرازیت) د له نورو انسانانو ښه وی او یا ښه دی خو بیا هم زموږ ولسونه په دغه عقیده دی چی که دوی درپسی خوله وازه کړی لولپه به وسوځی.پداسی حال کی چی د الله سبحانتعالله په نزد هغه څوک بهتر دی چی تقوادار وی ، مومن وی او بشر ته یی زیان نه رسیږی. دا طیفه خلکه خو نه تقوادار دی او نه یی انسانانو ته ښه رسیږی بی له بدو څکه د ټولنی پرازیت دی او ځان یی په ټولنه وراچولی دی.هغه چی د ارک په سویه دی اسخری نیسی او هغه چی د کلی په سویه دی تعویزونه کوی.
    نو موږ د قانع صاحب او نورو قلم په لاس خاوندانو هیله لرو چی دا د اخوندانو ، پیرانو ، سبزادګانو اړ اخندانو دا سیر مات کړی او د ولسونو ‌‌ذهنونه روښانه کړی او مستقلی لیکنی پری وکړی.

    دوهمه موضع د سولی راتلل دی شرظ یی د امریکا له نړیوال جال سره په هغه حشر کې شرکېدلو مو اشاره کړی ده .قانع صاحب دا شرنګونی به ددی لوی پیشو غاړی ته څوک ورواچوی. پدی معنی چی داسی څوک تاسو په افغانستان کی وینی چی د امریکایانو سره معامله وکړی او د افغانانو د ګټو خواخوږی وی؟ زما په نظر خو د افغانستان لخوا د امریکا سره د معاملی خلک ټول خرڅ شوی او د شخصی ګټو په لټه کی کسان دی چی نه ملی ګټی پیژنی او نه ورته احترام لری او د دی اشخاصو هره معامله به د ولس په زیان وی.
    نو که موږ سم ولک په سیاست کی درلودلای روښتیا هم د افغانستان ته د سولی د راتللو وخت وو او دی تر څو د امریکایانو سره سمه معامله وکړی او او د امریکایانو موجودیت او ورپسی هغه ګټی چی امریکایان یی په سیمه کی په نظر کی لری ځان ورشریک او په ګډه سره کار وکړی.خو افسوس چی افغانان تر اوسه پدی موقف کی ندی.

  2. قانع صاحب د پیرانو، فقیرانو. سبزادګانو او اخندانو په هکله د نظر په سلو کی سل تایدوم، پداسی کال کی چی نه په قران شریف او نه په احدیثو کی داسی څه شته چی دوی( دا د ټولنی پرازیت) د له نورو انسانانو ښه وی او یا ښه دی خو بیا هم زموږ ولسونه په دغه عقیده دی چی که دوی درپسی خوله وازه کړی لولپه به وسوځی.پداسی حال کی چی د الله سبحان وتعا الله په نزد هغه څوک بهتر دی چی تقوادار وی ، مومن وی او بشر ته یی زیان نه رسیږی. دا طیفه خلکه خو نه تقوادار دی او نه یی انسانانو ته ښه رسیږی بی له بدو څکه د ټولنی پرازیت دی او ځان یی په ټولنه وراچولی دی.هغه چی د ارک په سویه دی استخری نیسی او هغه چی د کلی په سویه دی تعویزونه کوی.
    نو موږ د قانع صاحب او نورو قلم په لاس خاوندانو هیله لرو چی دا د اخوندانو ، پیرانو ، سبزادګانو او اخندانو دا سیر مات کړی او د ولسونو ‌‌ذهنونه روښانه کړی او مستقلی لیکنی پری وکړی.
    دوهمه موضع د سولی راتلل دی شرط یی د امریکا له نړیوال جال سره په هغه حشر کې شرکېدلو ته مو اشاره کړی ده .قانع صاحب دا شرنګونی به ددی لوی پیشو غاړی ته څوک ورواچوی. پدی معنی چی داسی څوک تاسو په افغانستان کی وینی چی د امریکایانو سره معامله وکړی او د افغانانو د ګټو خواخوږی وی؟ زما په نظر خو د افغانستان لخوا د امریکا سره د معاملی خلک ټول خرڅ شوی او د شخصی ګټو په لټه کی کسان دی چی نه ملی ګټی پیژنی او نه ورته احترام لری او د دی اشخاصو هره معامله به د ولس په زیان وی.
    نو که موږ سم وخلک په سیاست کی درلودلای روښتیا هم د افغانستان ته د سولی د راتللو وخت وو او دی تر څو د امریکایانو سره سمه معامله وکړی او او د امریکایانو موجودیت او ورپسی هغه ګټی چی امریکایان یی په سیمه کی په نظر کی لری ځان ورشریک او په ګډه سره کار وکړی.خو افسوس چی افغانان تر اوسه پدی موقف کی ندی.
    له تاند هیله کیږی چی زما دا وروستی تبصره خپره کړی چی لو می اصلاح کړی ده مننه

  3. الله پاک مو دی د دغه نیمچه ملایانو څخه په خیر خلاص کی. وایی
    : چا ویل چه بلا بله ملا بل دی+++ ملا داسی بلاه نده درست اجل دی

  4. (مسجد د شيخ او ملا دوكان شو

    راځي چه په ګډه يي سره وران کو

    دا د دين په نامه فساد به کو‌ ورک له ملکه

    هم به ‌اباده دا دنيا او هم هغه دنيا کو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب