جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینستر ۲ لکو زیات انسانان غواړي چې په مریخ کې واوسي

تر ۲ لکو زیات انسانان غواړي چې په مریخ کې واوسي

تاند- د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه د مریخ سفر ته د زرګونو غوره شویو نارینه او ښځو په منځ کې ۶۲ تنه هندیان هم شامل دي.

هندي رسنیو د جمعې په ورځ وویل، مریخ ته یو طرفه سفر په دې هدف کېږي چې په دې سره سیاره کې به انسان ژوند پیلوي او څوک چې سفر ته غوره شو د تل لپاره به همالته اوسي. ل همدې کبله یې مریخ پر تګ «یو طرفه سفر» نوم ايښی دی.

د مریخ یو په نوم خصوصي ټولنه، چې په هند کې دېره ده، مریخ ته د تګ لپاره د څه باندې دوو لکو انسانانو له منځه یو زرو پنځوس تنه خوښ کړي او د هغو نومونه یې اعلان کړي دي.

دا کسان د ۱۴۰ هیوادونو اتباع دي.

شاوخوا شل زره هندیانو مریخ ته د سفر لپاره غوښتنلیکونه استولي ول.

د «مریخ یو» ټولنې له لوري له خپرو شویو معلوماتو سره سم په غوره شویو کسانو کې ۲۹۷ امریکایان، ۷۵ کاناډایان، ۶۲ هندیان او ۵۲ روسان دي.

د مریخ یو ټولنې بنسټګر باس لنسدروپ مریخ ته د سفر لپاره د خلکو پر لېوالتیا حیرانتیا څرګنده کړه، ویې ویل د څه باندې دوو لکو کسانو په منځ کې انتخاب اسانه کار نه دی.

ده وویل، په لومړي پړاو کې باید له ټولو کسانو سختې فزیکي او نفسیاتي ازموینې واخیستل شي او د هغوی له منځه ۸ تنه ښځې او نارینه وروستي لیست ته غوره شي.

د مریخ یو ټولنه غواړي چې په دې سره سیاره کې د انسانانو لپاره دایمي هستوګنه برابره کړي.

د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه به څلور ښځې او څلور نارینه په مریخ کې کښته شي خو تر دې مخکې په ۲۰۱۸ میلادي کال به مریخ یو ټولنه دې سیارې ته ماشین ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب