پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني د یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني ښودلې

ولسمشرغني د یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني ښودلې

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) ولسمشر غني په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي، چې یوسف رشید په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کېدو او د ټاکنیزو بهیرونو د روڼتیا برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز ولسمشر اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د دغه تروریستي برید عاملین تشخیص او په سزا یې ورسوي.

بل لورته د افغانستان د ملي پخلایني د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر یوسف رشید د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي چې امنیتي بنسټونه باید د هدفي بریدونو مخنیوی وکړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې ترهګرو ډلو په دې وروستیو کې د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او نورو عامو وګړو د ترور لړۍ پیل کړې ده چې دا چاره هېوادوالو ته د منلو نه ده.

عبدالله عبدالله داسې مهال د هدفي وژنو پر مخنيوي ټینګار کوي چې تازه  د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید نن د کابل ښار په اتمه ناحیه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

ورستیو هدفي وژنو عام خلک هم سخت اندېښمن کړي او له حکومت نه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې ولسي جرګې هم په کابل کې د فیفا بنسټ د مشر وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي.

دوی وایي چې حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې کمزوری دی او باید ژر تر ژره د وروستیو امنیتي پېښو او چاودنو په اړه ولس ته معلومات ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب