پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې پرلپسې موټربم چاودنې؛ لسګونه سرتېرې تر خاورو لاندې شوي

فاریاب کې پرلپسې موټربم چاودنې؛ لسګونه سرتېرې تر خاورو لاندې شوي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۳) د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په بازار کې د امنیتي سرتېرو پر یوه قرارګاه موټربم برید شوی چې له کبله یې لسګونه سرتېرې تر خاورو لاندې شوي دي.

د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته وویل، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې نږدې دی دغه ولسوالۍ د طالبانو له خوا ونیول شي او سقوط وکړي خو تراوسه له مرکزه هیڅ همکاري نه ده شوې.

سرچینې زیاته کړه، تېره شپه وسله‌والو یو موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و د بازار منځ کې یې د امنیتي سرتېرو د قرارګاه د یوې درې منزله ودانۍ سره چاودنه ورکړه چې له کبله یې دا توله ودانۍ له خاورو سره خاوري شوه.

سرچینه وایي، په دې چاودنه کې په لسګونه سرتېري تر خاورو لاندې شول چې په خبره یې اوس یې یوازې درې وژل شوي سرتېري له خاورو را ایستلي او سره سلیب ته یې سپارلي دي.

سرچینه وایي، په دې ولسوالۍ کې ټولې ودانۍ، کورونه، دوکانونه له منځه تللي دي او په وینا یې ملکي کسانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې خو په خبره یې مخکې تر دې چې دا چاودنه وشي دلته خلک خبر و او له یادې ولسوالۍ ټول کسان وتلي دي.

سرچینې دغه راز وویل، تراوسه ورسره هیڅ همکاري نه ده شوې نه دفاع وزارت مرسته کړې او نه هم کورنیو چارو وزارت، هغه وایي، که ژر تر ژره دغې ولسوالۍ ته مرسته ونه رسېږي په نږدې څو ساعتونو کې به دغه بازار هم د وسله‌والو لاس ته ولوېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب