Homeخبرونهپنځه کسان د نشه يي توکو په قاچاق کې ونیول شول

پنځه کسان د نشه يي توکو په قاچاق کې ونیول شول

تاند(چهارشنبه، د جدي ۳) کورنیو چارو وزارت وايي په څلورو ولایتونو کې پنځه کسان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لخوا د نشه يي توکو پلور او قاچاق په تړاو ونیول.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل خوست، نیمروز او پکتیکا ولایتونو اړوندو سیمو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو میاشتو کې په بیلابیلو ولایتونو او پلازمینه کابل کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق کې کسان نیول کیږي.

د مخدره توکي په هیواد کې په قاچاقي ډول پلورل کیږي او ډیری ځوانان ورته اړ ایستل کیږي چې له دې موادو کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...