دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: کندهارکې د زیرې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

مسوولان: کندهارکې د زیرې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې کندهار کې د زیرې کښت مخ پر ډیرېدو دی.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې په دې سره د یاد ولایت د زيرې په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت په وینا اوسمهال د کندهار مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې کابو ۱ زر او ۱۴۵ هکټاره ځمکه کې توره او سپينه زیره کرلې شوې وه.

سرچینه ویاي چې له یادو کروندو څخه یې نږدې ۱ زر ۲۶۰ ټنه زیره راټوله کړې ده.

بل لورته د کندهار کروندګر بیا وایي که د دې ولایت د کرنې ریاست یې پروخت لاسنیوی وکړي نو لرې نه ده چې دا حاصل به راتلونکي ته څو برابره زیات شي.

دوی ګیله لري او وایي ډېر کله د دوی ستونزو ته پر وخت رسيده ګي نه کېږي او همدا لامل دی چې حاصلات یې څنګه چې د دوی تمه وه نه دي زیات شوي.

کرنیز پوهان هم په دې برخه کې د حکومت پاملرنه اړينه بولي.

دوی وایي که حکومت په کرنیزه برخه کې د کروندګرو پروخت لاسنیوی وکړي نو حتمي ده چې هېواد به په کرنیزه برخه کې ډېر ژر په ځان بسیا شي.

دوی وایي اوسمهال هرکال په ډېری برخو کې حاصلات زیاتېږي خو د پلور لپاره یې بیا کروندګر له ستونزو سره مخ وي.

کروندګر او کرنیز پوهان داسې مهال دا اندېښنې لري چې وړمه ورځ ولسمشر غني هم کورنیو محصولاتو ته پر بازارموندنې ټینګار کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب