Homeخبرونهپه کندهار او هرات کې د اوربشو حاصلات زیات شوي دي

په کندهار او هرات کې د اوربشو حاصلات زیات شوي دي

تاند(جهارشنبه، د جدي ۳) د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، کندهار او هرات کې د اوربشو سږني حاصلاتو زیاتوالې موندلی.

د کندهار او هرات ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وايي، سږ کال يې د اوربشو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز یاد وزارت زیاته کړه، اوربشې د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کې کرل کیږي چی کندهار او هرات تر ټولو لوې تولیدونکي ولایتونه ګڼل کیږي.

دې وزارت وویل، د کندهار او هرات د اوربشو د حاصلاتو د زیاتوالې عمده لاملونه د اوربشو د کروندو زیاتوالې، پر وخت او ډیر اورښتونه او د اوربشو  بیو لوړیدل دي.

اوربشې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې حاصلات ورکوي، چې لوې تولیدونکۍ ولایتونه یې هرات، کندهار، سرپل، بدخشان او فاریاب دي چې هرکال له یادو ولایتونو په زرګونه ټنه اوربشې راټولیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...