پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهروغتيا وزارت؛ مسافرين دې د کورونا ټسټ لپاره دولتي روغتونونو ته نه...

روغتيا وزارت؛ مسافرين دې د کورونا ټسټ لپاره دولتي روغتونونو ته نه ورځي

تاند ( چهارشنبه، د جدي ۳) د عامې روغتیا وزرات چارواکو له هېواد والو غوښتي چې په هېواد کې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره دې بهر ته له تلو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني دغه راز مسافرینو څخه غوښتي چې د کورونا ویروس د ټسټ لپاره دې دولتي لابراتوارونو ته نه ورځي.

عثماني زیاتوي چې «په دولتي لابراتوارونو کې د شته ازمایښتونو ظرفیت لږ دی او دا آزمایښت یوازې د شکمنو پېښو او په هېواد کې دننه د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره دی.»

د روغتیا وزارت داسې مهال دا غوښتنه له عامو خلکو کوي چې په هېواد کې د کورونا دوهمې څپې یوځل بیا خلک اندېښمن کړي دي.

ولسمشر هم د کورونا د دوهمې څپې مخنيوي لپاره پر جدي اقداماتو ټینګار لري.

دا په داسې حال کې ده چې، تازه د عامې روغتیا وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۲۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د سرچینې په خبره له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۳۶۰ ته ورسېده.

روغتيا وزارت وایي په همدې موده کې پر کورونا اخته ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۳۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت دمعلوماتو  له مخې تر اوسه په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۱۲۶ته او بېرته رغېدلیو شمېر بیا ۳۹ زره او ۹۲۰ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب