Homeخبرونهد ولایتي ویاندویانو د دندولغوه کېدو په اړه د سیمه ییزو ارګانونو...

د ولایتي ویاندویانو د دندولغوه کېدو په اړه د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وضاحت

تاند ( یک شنبه، د قوس ۳۰) وروسته تر هغه چې په ټولنیزو رسنیو د ولایتي ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه یولیک خپورشو تازه په هکله د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وضاحت ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي « په سيمه ییزه کچه د مؤثرې اطلاع رسونې په موخه به محترم والیان د خپلو ولایتونو اړوند اطلاعات، پرمختګونه او جریانونه له رسنیو سره شریکوي. د ولایتونو د اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیران چې تر دې دمه یې د ویاندویۍ چارې هم پر غاړه وې، له دې وروسته به د ولایت د رهبرۍ لپاره له عمومي وضعیت او جریانونو څخه د اطلاعاتو راټولولو، د محلي مسؤلینو او رسنیو تر منځ د اړیکو د تامین، د کنفرانسونو او خبري ناستو د تنظیم، د محلي ادارې او مختلفو اقشارو تر منځ د روابطو د ټينګښت، د والي په همغږۍ د ولایت د ټولییزو رسنیو او اجتماعي صفحاتو د مدیریت او یو شمېر نور اړین مسؤلیتونه پر مخ وړي.»

سرچینې زیاته کړې چې دوی د دولت د عامه او ستراتیژيکو اړیکو د کانالونو په مؤثریت، د تبلیغاتي دستګاه پر انسجام او د شریکېدونکو اطلاعاتو د چټکتیا او تدقیق پر مېکانېزمونو فکر کوي.

سرچینه وایي: «موږ به هڅه وکړو چې په مرکز او محلاتو کې د پر وخت او دقیقو اطلاعاتو د شریکولو له لارې روڼتیا او حساب ورکول ترویج، ولسي نظارت زیات او د دولت ولسي اعتبار لا پیاوړی کړو.»

د ولایتي ویاندویانو د دندو د لغوه کېدو پرېکړه له هغه وروسته شوې کله چې د تخار د والي ویاند جواد هجري په دغه ولایت کې پر ماشومانو د شوې بمبارۍ د تلفاتو خبر خپور کړ.

په داسې حال کې چې حکومت ټول وژل شوي ماشومان وسلوال طالبان بللي وه.

د ارګ دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې هم غندل شوې ده او  د دې رسنیو یو شمېر کاروونکو ویلي چې ولسمشر او ډلې یې د احساساتو او خپلو کړنو د پټولو په موخه دا پرېکړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...