دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ميدان وردګ لايت کې ۲۸ پروژې بشپړې شوې

په ميدان وردګ لايت کې ۲۸ پروژې بشپړې شوې

تاند(یکشنبه، د قوس ۳۰) دغه پروژې چې د ولايت په کچه په بيلا بيلو سيمو کې رغيدلې دي نن د ميدان وردګو والي عبدالرحمن طارق لخوا رسماً د پټۍ په پرې کولو سره افتتاح شوې.

په یادو پروژو کې (۲۵) يې د نړيوال بانک د اقرأ پروژې لخوا تمويل او دوه نورې د هندستان لخوا رغول شوې دي، دغه راز يوه بله پروژه چې پکې د (۱۹) ښوونځيو بيا رغونه وه؛ هم بشپړه شوې ده.

په یاده پرانیست غونډه کې د ميدان وردګو والي عبدالرحمن طارق وويل” د دغه ښوونځيو په جوړيدو سره د هيلو نوې کړکۍ پرانيستل شوه، زموږ بچي به تر يوه محفوظ چت لاندې زده کړې وکړي او کورنۍ به په ډاډه زړه خپل بچي ښوونځيو ته واستوي.”

ښاغلي طارق زياته کړه د دغه پروژو په پلي کولو سره به نور ځوانان د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخلي.

نوموړي زیاته کړې، په ميدان وردګ کې نورې پروژې هم تر کار لاندې دي او ژر تر ژره به بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد ډیری وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتره د ښوونځیو زده کوونکي د زده کړو لپاره سر پناه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب