جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پاکستان پر نیوزلينډ ۲۰ اوره لوبلړۍ وبایلله

پاکستان پر نیوزلينډ ۲۰ اوره لوبلړۍ وبایلله

تاند ( یک شنبه، د قوس ۳۰) د پاکستان او نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ  نیوزلینډ لوبډلې وګټله.

په دې لوبو کې دوه لوبې نیوزلینډ لوبډلې وګټلې.

په دوهمه شل اوره لوبه کې پاکستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلینډ ته د ۱۶۴ منډوهدف ورکړ.

په توپ وهنه کې محمد حفیظ ۹۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نیوزلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډېرې اسانۍ پوره کړ او د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره یې لوبه وګټله.

په توپ وهنه کې نیوزلینډ لپارهشیفیرټ ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...