Homeخبرونهارګ په کابل کې د نن ورځې چاودنه غندلې

ارګ په کابل کې د نن ورځې چاودنه غندلې

تاند ( یک شنبه، د قوس ۳۰) ولسمشرمحمد اشرف غني کابل کې د نن ورځې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په عامو وګړو او عامه ځایونو ترهګریز بریدونه د سولې روان بهیر زیانمنوي.

ولسمشر داسې مهال دا غبرګون ښيي چې نن یکشنبه سهار شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند په خوشال خان سیمه کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک پرموټرو چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وزارت ویلي چې په دې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک په ګډون ۱۵ تنه نورټپیان دي.

د طارق ارین په خبره په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان هم شامل دي.

د نوموړي په خبره د پېښې په نژدې سیمه کې کورونو او ودانیو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تر دې وړاندې ځيني امنیتي سرچینو رسنیو ته په خبرو کې ویلي و چې په دې چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د کابل سربېره په ننګرهار کې هم نن د پولیسو پر رنجر موټر چاودنې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي وایي په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه د یادو چاودنو مسوولیت کوم چا یا ډلې نه منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...