سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د غزنویانو او غوریانو د واک په مهال

د غزنویانو او غوریانو د واک په مهال

(یوشمېرسيمه ییزقومونه اوټبرونه)
استاد شهسوارسنګروال
غزنويانو د يوه مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره د کابل شاهان، د ملتان لوديان، د غزني لويکان، د غور سوريان، د تخار باينجور کورنۍ، نور سيمه ييزي پاتې شوني (لکه حارث چې ۲۷۲ – ۲۳۹ هـ حکمران وه سکه يې هم په نوم وهل شوې وه او د باينجور لمسی کېده.)، د غرستان شاران چې د دې کورنۍ يو واکمن «شار رشيد» وو چې په ۳۸۹ کال يې غزنوي محمود ته غاړه کېښوده، د سيمجوريانو واکمن ابوالحسن د ابو علي سيمجوري زوی هم تسليم شو او يو شمېر نورې کورنۍ او شخصيتونه چې د سيمه ييزو واکمنانو په ډله کې راتلل د ځان تابع کړل.
خو د غزنويانو او غوريانو تر مينځ هغه مهال کړکېچ زيات شو چې غزنوي واکمن بهرامشاه د غوريانو يو نامتو مشر قطب الدين محمد، چې د غرشاه لقب يې خپل کړی وه په ډېرې ناځوانۍ او په ډېر بد چلند وواژه.
د حسين زوی علاو الدين چې د غور په وجيرستان کې حکمران وو، ورور يې غزني ته په لاره چې کله ومړ نو د غور په تخت کېناست او د خپلو دوه وروڼو د غچ او کسات د اخستلو لپاره د يوه ستر لښکر پر مټ د غزني په لور وخوځېد او په ګرمسېر او تګين اباد کې د بهرامشاه له لښکرو سره لاس او ګرېوان شو. په پای کې نوموړي ماته وخوړه او علاوالدين غزني ته ننووت دا ښکلی ښار يې و سوه ځوو او وروسته يې د بست لرغرنی ټاټوبی له خاورو سره خاورې کړ.
جهانسوز علاوالدين چې بيا د سنجر له لښکرو نه مات شو او د نوموړي په لاس کېووت ولې سنجر دی له بنده ازاد کړ او له پرېښودو وروسته بېرته غور ته ستون شو.
سلطان علاوالدين بيا خپل پوځ منظم کړ او ډېر ژر يې له تخارستانه نيولې تر باميانو او ان هرات پورې ټولې سيمې يو د بل پسې ونيولې چې په پای کې «۵۵۰ هـ» کال مړ شو.
د غوريانو په کورنۍ کې کوم تن چې ډېر نامتو وه هغه سوري سيف الدين وه چې د سلطان لقب يې د ځان لپاره هغه مهال غوره کړ چې د خپل ورور قطب الدين د کسات اخستو لپاره بهرام شاه ته ماته ورکړه او د غزني په تخت کېناست او ورور يې علاوالدين حسين له غزني نه غور ته ولاړ، خو بهرام شاه د غلجو پښتنو په مټ غزني بيا ونيوه او سلطان سوري سيف الدين يې وواژه.
په غور کې د مېشتوقومونوپه لړکې یو هم سوري ټبر وه، که څه هم په دې تړاو پوښتنې شتون لري
 چې ایا د دوی اصلي ټاټوبی غور وه او که د هېواد بله کومه سيمه؟
د هېواد نامتو تاريخپوه احمد علي کهزاد کښلي دي:
«هغه مهال د باميانو لرغونې سيمه د تخارستان پلازمېنه ګڼل کېده غوري شنسبيانو له تخار نه را واخله (بدخشان، بلخ، قطغن د تخارستان برخې وې) تر کابل، د هيواد ختيځې سيمې ان تر کشميره پورې خپله واکمني پراخه کړې وه.»( )
دا چې سوريان هغه مهال د يوې پراخې واکمنۍ څېښتن وه نو هرومرو د دوی شتون له يادې شوې نېټې نه سلګونه کاله د مخه هم يقيني دي «د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو د مخه يو شمېر خپلواکه حکومتونه په غور کې موجود وه چې موږ همدغه د سوري (زوري) ټبر د بېلګې په توګه يادولی شو چې په تخارستان، هرات، سيستان او خراسان په ځمکو حکومت کړی دی»( )
لرغون پوهان پدې اند دي چې سوريانو (زوريانو) يو افسانوي مشر درلود چې د «ضحاک» په نوم يادېده چې فردوسي هم په همدې نوم ياد کړی دی خو په سوري تاريخ کې «سهاک» بلل شوی دی.
«څنګه چې په لرغوني تاريخ کې بخديم د شاهانو د واک او ځواک پلازمېنه وه دا رنګه په غور کې هم پاچاهان د دارنګه واک څښتن وه او د همدې جغرافيوي جوړښت له مخې واک ته رسېدلي دي چې د ساري په ډول «سام» او «سوري» اميران يادولی شو.»( )
د دې وګړو په ټبر باندې سوونه سوونه کاله له دې د مخه تېر شوي دي چې يو شمېر يې بيا د شمېر د زياتوالي له کبله او يو شمېر نور يې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي. «افغانان په غور کې «۲۱۲ هـ» دومره زيات شول چې په غور کې نه ځائېدل او د روایتونو له مخې په پنځو څانګو ووېشل شول، چې بيا له غور نه را ووتل په هرات، کندهار، غزني کې خپاره شول.»( )
د غزنويانو د واکمنۍ په مهال چې کومې جګړې د پښتنو او سبګتګين لخوا او بيا وروسته له ده څخه پېښې شوې دي يو شمېر پښتانه دېته اړ شول چې خپل نيکنی ټاټوبی پرېږدي چې اوس هم په يو شمېر پښتنو کې دغه اصطلا وې کارول کېږي: «غور نيکه دې څوک دی؟ د «غور نيکه دې لاس خلاص»…
د غور د شاهي کورنۍ په نومياليو کې چې د يو شمېر واکمنو پلازمېنه «فېروز کوه» وه چې د هېواد ډېرې سيمې يې د خپلې پلازمېنې پورې تړلې وې يو هم سوري (۴۰ هـ) شنسب وه.
که چېرې موږ پيل له سوري شنسب نه وکړو او بيا يې په علاوالدين مسعود د شمس الدين محمد (۶۱۲ هـ) په زوی پای ته ورسوو نوويلی شو چې د غوريانو له دوه دېرش (۳۲) نه زياتو پآچاهانو نه يوازې په اوسني افغانستان حکومت کړي دی بلکې د سيمې په يو شمېر هېوادونو چې له فارس نه را واخله تر هندوستانه پورې پراته وه حکومت کړی دی.
که څه هم له شنسب نه پخوا يا نې د اسلام له دين نه د مخه د غوري له سوري پاچاهانو څخه د امير «بستام» او امير «شماخ» سوري پاچاهانو نومونه هم د پام وړ دي خو د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته بيا همدغه سوريان له غور نه ان تر هندوستانه پورې ورسېدل.

غوريان د هند په لور

د غور واکمنې کورنۍ د هېواد هر لوري ته د خپل واک د پراختيا او پرمختيا په موخه ډېرې هاندې هڅې وکړې چې د اوسني افغانستان له بريد نه پورې وتل له پارس نه تر هندوستانه پورې ورسېدل.
غوريانو د هندوستان په بېلابېلو سيمو خپله واکمني ټينګه کړه چې موږ په دغه لړ کې، پيل له غوري شهاب الدين نه کوو.
غوري سلطان شهاب الدين محمد د خپل ورور غياث الدين په څېر د اسيا په زړه کې د يوه لوې هېواد ساتنه وکړه چې څلور خواوې داسې وې:
شمال ته د مينځنۍ اسيا د يو شمېر هېوادونو ځنې سيمې، سهيل ته عرب سمندرګی، لوېديځ لور ته خراسان تر پايه پورې او د هېواد ختيځ لور ته ګنګا او د شمال ختيځ هند يو شمېر سيمې يادولی شو چې تر خپلې ولکې لاندې يې راوستې.
غوري شهاب الدي چې په ۱۱۹۲ زېږدي کال د هند د نيولو په نيت وخوځېد، لاهور يې ونيو او قطب الدين ايبک يې د هغه ځای حکمران وټاکه ولې له دې وړاندې بريالی نشو.
سلطان محمد معزالدين غوري بل ځل په ۱۱۹۳ ز کال بيا پر هند بريد وکړ خو دا ځل يې د راجپوتانو واکمني ړنګه کړه ډيلي او اجمير يې لاندې کړ.
قطب الدين ايبک د خپل سلطان په سپارښتنه لومړی يې په هند کې د يوه منظم قانون د جوړېدو هڅه وکړه . د غوري شهاب الدين همدې حکمران د يوه تاريخي څلي بنسټ هم کېښود، چې قطب منار يې بولي او د منار په انګړ کې د سلطان په ښودنه يو جومات هم ودان شو.
غوري شهاب الدين دوه کاله وروسته يو ځل بيا هند ته لاړ او د قنوج راجا «جې چند» ته يې ماته ورکړه او قطب الدين ايبک يې ګجرات، ګواليار او بيانه ته ولېږه.
د سلطان بل نامتو حکمران بختيار خلجی يې بېيار او بنګاله لور ته واستوه، چې د همدې فتوحاتو او بريو له کبله غوري شهاب الدين د يوه اسلامي حکومت بنسټ کېښود. مفتي محمد پالن پوري د «تاريخ هند» مؤلف ليکي چې «دهندوستان داسلامي سلطنت باني شهاب الدين محمد غوري دی.».( )
غوري سلطان په ۶۰۲ هـ (۱۲۰۶ ز) کال هند ته بيا سفر وکړ چې د کوکرانو بغاوت ته د پای ټکی کېږي. د کوکرانو له ماتې وروسته کله چې سلطان د غزني په لور وخوځېد د جېلم د سيند په غاړه د يوه اسماعيلي فدايي له لاسه په ۱۲۰۶ ز کال د مارچ په ۱۵ نېټه شهيد شو.
که څه هم يو شمېر څېړونکي انګېري چې غوري شهاب الدين د ملا حده له لاسه په «ميک» نومي ځای کې په ۶۰۲ هـ ق کال (۱۲۰۶ ز) شهيد شوی دی.
،د غوري سلطان له شهادت نه وروسته دغه لويه ټوله واکمنۍ دړې وړې شوه، چې د افغانستان ختيځه برخه له غزني نه تر سينده پورې تاج الدين يلدوز په لاس کې پرېوته، چې د غوريانو د دربار يو باوري خدمتګار وه. د يلدوز يوه لور د هند حکمران قطب الدين ايبک ته او بله لور يې د سند حاکم ناصرالدين قباچه ته واده کړه.
د غوريانو په مهال د اسلام دين د افغانستان او د هند نيمې وچې ډېرو سيمو ته ورسېد.جماعتونه هم ودان شول يو شمېر تاريخي ودانۍ او مدرسې هم جوړې شوې . لکه د هرات تاريخي جمات، د غور «جام منار» او دهند په پلازمېنه زاړه ډيلي کې قطب منار يادولی شو.
د غوريانو د مهال نه دمخه او وروسته ډېر پښتانه له غور نه کډه شول د افغانستان نورو سيمو ان اوسنۍ جغرافيې نه بهر نورو ملکونو ته لاړل لکه د سليمان غرونو شاوخوا، ترنک، ارغنداب، هلمند، هريرود، پارس، کوټه، پېښور، ملتان او د هند يو شمېرنورې سیمې یا دولی شو، چې بيا يې د يو شمېر رياستونو او نوابيو بنسټ هم کېښود.

3 COMMENTS

  1. ښاغلی سنګروال صاحب
    دا بي ماخذه تاریخي لیکنې لږ باید په دقت سره خپرې اوولیکل شي ، ډیرې بې ارتباطه باید نه وي ، ستا په مقاله کې هیڅ: ډول نوښت نشته ، دا ډول لیکنې نه یوازې داچې ګټه نلري ، لوی تاوان یې دادی چې هغو لیکنو ته چې لویومورخینو په دغه اړه د لومړي
    لاس موادو په رڼاکي لیکلې دي سخت تاوان رسوي
    نورموخوښه
    درناوی

  2. زرینې خور، دا علمي لیکنې دي. ستا له سطحې لوړي دي. که ته سنګروال سره شخصي ستونزه لرې، په مستعار نوم یې مه کوه. په خپل نوم یې وکړه چې خلک دې تبصرې ته ارزښت ورکړي.

  3. محترم زرین کل صیب
    واضحه ښکاري چې د استاد په لیکنه ستاسو تبصره د کومې شخصی عقدې له مخې ده. هیله ده له داسې کولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکوئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب