پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+محمد نبي او نوراحمد لکڼوال په سږني بېګ باش لیګ کې لومړۍ...

محمد نبي او نوراحمد لکڼوال په سږني بېګ باش لیګ کې لومړۍ لوبه ترسره کړه

تاند (شنبه، د قوس ۲۹) د افغانستان دوه تکړه لوبغاړي محمد نبي او نور احمد لکڼوال له قرنطین وروسته له خپلې لوبډلې مبلورن رېنېګاډز سره یوځای شول.

دوی له یوځای کېدو سره سم په سږکال بیګ باش سوداګريز لیګ کې لومړۍ لوبه ترسره کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کم عمره لوبغاړي نور احمد لکڼوال نن ۴ اورونه ترسره کړل.

هغه په ترسره کړو څلورو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او د هوبارټ هوریکنز لوبډلې لوبډلمشرپیټر هڼډزکومب يې هم وسوځوه.

دا لومړی ځل دی چې نور احمد داسې یو ستر تجارتي لیګ کې په دومره کم عمرکې لوبېږي.

لکڼوال تردې وړاندې د ویسټ انډیز په کارابین پریمئیر لیګ کې هم اخیستل شوی و خو د کورونا له امله يې وېزې په وخت ونه شوې او نوموړي په دغه لیګ کې ګډون ونه شو کولای.

دغه راز په نننۍ لوبه کې محمد نبي هم ښه ولوبېده .

نوموړي په توپوهنه کې ۱۴ منډې وکړې او په توپ اچونه کې يې  ۳ اورونه ترسره کړه چې ۲۶ منډې يې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب