Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: کونړ کې د شاتو سږنی تولید ۳۳ ټنو ته رسېدلی

مسوولان: کونړ کې د شاتو سږنی تولید ۳۳ ټنو ته رسېدلی

تاند (شنبه، د قوس ۲۹) د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې ‏د کونړ د شاتو سږنی تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی.

د یاد ریاست د رئیس په خبره په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا ۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي.

دوی وایي د یادو فارمونو د شاتو د تولید سږنۍ کچه نږدې ۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده.

بل لورته په کونړ کې د شاتو تولیدوونکي وایي که د کرنې ریاست ورسره د وسایلو پر وخت مرسته وکړي تولید به یې نور هم ډېر شي.

دوی وایي تولید یې ښه او په ټول هېواد کې مینه وال لري خو د کرنې له ریاست نه ګیله لري او وایي پر وخت ورسره مرسته نه کوي.

خو د کونړ د کرنې رئیس بیا د شاتو تولیدوونکو ته د هر راز مرستې ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...