جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچارواکي: د بګرام پر هوایي ډګر توغنديز بریدونه شوي

چارواکي: د بګرام پر هوایي ډګر توغنديز بریدونه شوي

 تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي نن سهار د پروان په بګرام کې د امریکایي ځواکونو پر یوه ستره نظامي اډه د توغندیو برید شوی دی.

 وحيده شهکار د برید د تایید تر څنګ وايي چې تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه معلومات نشته دي.

هغه وایي پنځه توغندي د قلندرخېلو له سیمې پر بګرام هوايي ډګر توغول شوي خو په خبره یې ۷  نور توغندي د پولیسو له لوري کشف شوي او خنثی شوي دي.

وحیده شهکار وايي په دې بریدونو کې د سيمې خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر دې ډګر توغنديز بریدونه کېږي له دې وړاندې هم هم پر دغه هوايي ډګر د توغندیو بریدونه شوي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

بګرام په هېواد کې د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي اډه او هوايي ډګر دی چې له دې سیمې خپل ټول ماموریت تنظیموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...