پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېطالبان تر فعالیت لاندې سیمو کې د چاودنو مسوول دي

طالبان تر فعالیت لاندې سیمو کې د چاودنو مسوول دي

نوید احمد څرک

د جمعې په ورځ د غزني ګیلان ولسوالۍ کې طالبانو یو زرنج موټر سایکل چې له چاودیدونکو توکو یې ډک کړی و، په هغو مراسمو برید کړی چې د قران کریم د ختم لپاره جوړ شوي و.

دا زرنج موټر سایکل د طالبانو له لوري چمتو شوي و، یا دا چې طالبانو غوښتل کوم بل ځآی چاودنه ورکړي همدلته یې چاودنه کړې او یا دا چې دا بم چمتو شوی و چې همدې ځای کې پرې عام خلک ووژني.

له طالبانو دا تمه هم کیدلی شي چې دا یې په قصدي ډول کړی دی، ځکه طالبان او نورو ترهګرې ډلې یواځې غواړي تاوتریخوالی وکړي، شور جوړ کړي او زیاته وینه توی کړي، د دې وینې تویدنې په بدل کې طالبانو جنګي قومندانانو ته د بهرنیو هېوادونو استخبارات پيسې ورکوي.

جګړه چې اوس په کاروبار بدله شوې، هر ډله د خپل کار لپاره ګمارل شوې، ځینې به عام خلک وژني، ځینې به هدفي وژني کوي، ځینې به خلک ترور کوي، ځینې به عامه ځایونو کې چاودنې کوي، ځینې ماین خښوي او ځینې نور به عامه تاسیسات ورانوي، سړک او پل ته به بم ږدي.

دا کاروبار ، هر یو یې خپل قیمت لري او د طالبانو د وسله والو او جنګي قومندانانو په کې ښه ساعت تېر دی، د هرې چاودنې او د هر قتل قیمت مالوم دی او طالبان یې په بدل کې نغدې پيسې او وسلې او تجهیزات ترلاسه کوي.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ چاودنه لومړنۍ نه ده، نه به وروستۍ وي، د اتلس کلنې جګړې په دوام طالبانو تر دې ډير جنایتونه او وحشتونه کړي دي، د ځینو مسوولیت طالبانو منلی او د ځینو یې نه دی منلی.

دا په دې پورې اړه نه لري چې طالبان د جګړې او چاودنو مسوولیت اخلي او یا یې نه اخلي، خو طالبان مجبور دي چې تاوتریخوالی وکړي.

تاسو دوه کاله وړاندې د طالبانو ټویټر یا ویب سایټ ته سر ورښکاره کړئ، هر ښار او سیمه کې به څوک چا مړ کړ، مسوولیت به یې دوی منه، خو اوس چې مخامخ جګړې وکړې، هم مسوولیت یې نه مني.

لامل دا دی چې طالبانو له نړیوالو سره ژمنه کړې چې تاوتریخوالی کموي او د سولې خبرې کوي، خو د خپلو بادارنو څخه مجبوریت لري چې د هغوی په خوښه تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.

طالبانو خپله اعتراف کړی چې افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او هر ځای دوی فعالیت کوي او ورانکارې کړنې کوي چې دوی ورته د جهاد نوم ورکوي.

طالبان د هرې چاودنې او په هره جګړه کې د هر ډول وینې تویدنې مسوول دي، له دوی به د افغانانو د وینې تویدنې پوښتنه کیږي او دا ورځ به رارسیږي.

3 COMMENTS

  1. لیونیه دولت مه هیره وه. هغه د تالبانو له کنترول نه انکار کوی. نو ساپه وویایه چه دولت مسؤول دی.
    خلک وایی مرمی ده او ته وایی بم. بی خلطی فیر دی کړی.

  2. در واغ که د هر چا له خوا په هر فورم کې وي، ناروا دي او سړی یې په ویلو چوړی ښکاري.

    د ګیلان ولسوالي، اغوجان د کلي تر څنګ په اندړ اباد کې د یوه عیني شاهد له قوله هغه زرنج یا موټرسایکل ټیلر هیڅ بلا نه دی وهلی، صاحب یې هم یوازي پر تندي لږ خاشه ټپي شوی دی.
    ناچاودي مرمۍ چې زرنج والا وسپينه پیرودونکي یې له را نیولو انکار وکړ، یو کلیوال هلک په قهر شو پر ځمکه یې و غورځوله، انفجار یې وکړ او ناورین پیښ شو.
    اوس به نو څوک ووایې چې یوه ویدیو مې ولیدله چې یو سړی وايي ….
    هغه ویډیو د غزني د نوي جنايي مدیر، حاجي محمد نومي له خوا جوړه شوې او د ارګ تر مینه پال پوري رسیدلې، هلته واضح لیدل کیږي چې د بوشکې خبره هغه جنایې مدیر په خوله کې ورکوي.

  3. د چاودني په تړاو مکمل راپور د کلیوالو او عیني شاهدانو له خولې واورئ
    هغه ریکشا یا زرنج او پکې پرتي وسپنی به هم پخپلو سترګو ووینئ.
    په پیل کې غږ سم نه اوریدل کیږي، ویدیو لږ وړاندي بوزئ، هر څه به ووینئ او وابه یې ورئ.

    http://www.youtube.com/watch?v=Snp-M0SPgoY&fbclid=IwAR3d62Kh_cJx9VNKGlw-ZjudW6sHcYbx4L8cMUo64IMI0aI0mgdTszqoFYU&ab_channel=GhazniFans

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب