Home+د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د شین کیوکېشن سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د شین کیوکېشن سیالۍ ترسره شوې

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د شین کیوکېشن سیالۍ ترسره شوې.

مسوولان وایي دا سیالۍ د یادې ولسوالۍ  ګردي غوث سيمه کې ترسره شوې.

دوی وایي د دې سیالیو موخه د ځوانانو سالمې روزنې او ناوړه کارونو څخه مخنيوی دی.

په دې سياليو کې د ننګرهار، کابل او نورو ولايتونو ورزشکارانو هم ګډون کړی و.

دا لومړی ځل دی چې د ننګرهار په مومندره کې د عامه پوهاوي او د ځوانانو د سالمې روزنې په پار د کراټې سیالۍ ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي وایي که زمینه ورته برابره شي نو دوی حاضر دي چې د دې ولایت ټولو ولسواليو کې د امن په نوم سیالۍ ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...