جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د داعش ډلې د موټربم بریدونو طراح نيول شوی

ننګرهارکې د داعش ډلې د موټربم بریدونو طراح نيول شوی

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د موټر بم بریدونو طراح او مسئوول نیول شوی دی.

د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کمبو سيمه کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د موټربم بریدونو طراح او تنظيموونکی نیولی دی.

خوږیاڼی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې يو تن بل دوی سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.

نوموړی وایي له نيول شويو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، شپږ شاژورونه او يوه پرتله هم ترلاسه شوې او په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره په عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

بل لورته داعش وسله والو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب