جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د مړینې ۷۴۷ کلیزه په ترکیه کې...

د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د مړینې ۷۴۷ کلیزه په ترکیه کې ونمانځل شوه

تاند(شنبه، د قوس ۲۹) د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د مړینې ۷۴۷ مه کلیزه تېره پنجشنبه د ترکیې بنیاد له خوا  د سیاسیونو، دولتي چارواکو په ګډون په یونس امره انستیتوت کې ونمانځل شو.

د عرس شپې په نامه دغه جوړ شویو مراسمو کې موسقي، نندارتون، سماع نڅا د رسامي نندارتون جوړ شوی وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست محمد طاهر زهیر په یاد مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال وویل، دغه وزارت به د مولانا د مړینې ځای چېرته چې دی خښ دی په ښه توګه ورغوي او په وینا یې له دې وروسته به د نوموړي د مړینې د کلیزې مراسم په بلخ کې هم نماځل کېږي.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د مولانا لپاره په بلخ کې یو کور چې ټول کلتوري شخصیتونه هلته راشي او خپل فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي.

نوموړي دغه راز د ترکیې د پوهنې له بنیاد نه هم مننه وکړه چې د داسې مراسمو په جوړولو کې یې مرسته وکړه.

په دې مراسمو کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي هم وینا وکړه او وې ویل، د دې لپاره چې مولانا په بلخ کې نه دی خښ شوی افغانستان ونشو کولای چې د نومړي د مړینې د مراسمو د نمانځلو لپاره یو مناسب ځای جوړ کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر اوني بوتسالي د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه، مولانا بلخي له بلخ تر قونیې ترکستان اناتولي پورې د انسان پېژندنې ځان پېژندې په اړه کار کړی دی او په وینا یې خلکو ته یې په دې برخه کې ډېر زیات کار کړی دی.

د یادونې ده چې مولانا د مړینې کلیزه هر کال د ترکیې په قونیه ښار کې نمانځل کېږي، مولانا جلال‌الدین بلخي په مولوي مشهوره و چې د اوومې کلیزې یو لوی شاعر و او په بلخ کې زېږېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب