جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هندناکامه توپوهنه؛ ټوله لوبډله یې ټېسټ لوبه کې په ۳۶ منډو...

د هندناکامه توپوهنه؛ ټوله لوبډله یې ټېسټ لوبه کې په ۳۶ منډو وسوځېده

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د هند او آسټراليا ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې په ډېرو کمو منډو وسوځېده.

د دې لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د هند ټوله لوبډله په ٣٦ منډو وسوځېده،.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لومړۍ ټېسټ لوبه ده چې هند په کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۴ منډې ترسره کړې او په دوهمه پاڼۍ کې ۳۶ منډې په ترسره کولو بریالۍ شوه.

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۹۱ منډو په ترسره کولو بریالۍ شوه او اوس هڅه کوي د هند له لوري د ورکړل شوي ۸۹ منډو هدف پوره او لوبه وګټي.

د هندۍ لوبډلۍ د دې ناکامۍ لامل جوش هزلیووډ او پاټ کومنز یادېږي چې دوی ونه توانېدل د دې دواړو توپ اچوونکو خطرناکې توپ اچونې پر وړاندې ولوبېږي.

د هند له لوري پريتوي شاو ۴ ماينک اګروال ۹  جسپريت پومرا ٢ چيتيشور پجارا صفر، ويراټ کوهلي ۴ اجينکى ريهانى ۰ ويهاري ٨ ساها ۴ روي چندرن اشوين ۰ محمد شامي ١ او اميش يادو ۴  ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو وړ ده چې محمد شامي ريټايرډ هرټ شو نو ځکه په ٩ ويکټو د ٣٦ منډو جوړولو وروسته د هند دويمه پاڼۍ پاى ته ورسېده.

هند تر دې مخکې په ١٩٧٤ کال کې د انګلستان پر وړاندې په يوه لوبه کې په ۴٢ منډو سوځېدلې وه او له هغه وروسته نن يې ټوله لوبډله په ۳۶ منډو وسوځېده.

د ټېسټ په تاريخ کې په يوه پاڼۍ کې تر ټولو کمې منډې بيا د نيوزيلېنډ لوبډلې کړې چې په ١٩۵۵ کال کې د انګلستان پر وړاندې يې ټول لوبغاړي په  ۲۶ منډو وسوځېدل.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ او شل اوريزې سیالۍ هم ترسره شوې.

یو ورځنیو لوبو لړۍ آستراليا او د شل اوره لوبو لړۍ بیا هند لوبډلې په خپل نوم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب