جمعه, فبروري 6, 2026
Home+هزليوود په ټېسټ سیاليو کې د۲۰۰ لوبغاړو سوځولوهدف پوره کړ

هزليوود په ټېسټ سیاليو کې د۲۰۰ لوبغاړو سوځولوهدف پوره کړ

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د آسټراليا او هند لوبډلو ترمنځ په روانه ټېسټ سیالۍ کې آسټراليایي توپ اچوونکي پر هندۍ لوبډلې راج چلوه.

جوش هزليووډ په نننۍ لوبه کې د هند پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه.

 نوموړي په دې لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځل او له دې سره نوموړي په ټېسټ سياليو کې د ٢٠٠ ويکټو هدف پوره کړ.

هزليووډ د اسټراليا ١٨ام لوبغاړى شو چې ٢٠٠ ويکټې يې ترلاسه کوي.

نوموړي په ۵۲ لوبو کې ٢٠١ ويکټې واخيستې چې په يوه پاڼۍ کې يې بيا د ۶۷ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي هم سوځولي دي.

د هزليووډ نننۍ بريدګرې توپ اچونې هندۍ لوبډله وارخطا کړې وه او همدا لامل شو چې هندۍ لوبډله په ۳۶ منډو وسوځېده.

د اسټراليا لپاره تر ټولو زياتې ويکټې شين وارن اخيستي دي نوموړي په ۱۴۵ لوبو کې ٧٠٨ لوبغاړي سوځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...