جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+اګروال هند لپاره د ټېسټ لوبو درېم چټک توپ وهونکی شو

اګروال هند لپاره د ټېسټ لوبو درېم چټک توپ وهونکی شو

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د هند او اسټراليا د لوبډلو ترمنځ روانه ټېسټ سیالۍ کې که څه هم هنډۍ لوبډله تر فشار لاندې ده خو بیا هم اګروال په کې هغه لوبغاړی شو چې هند ته یې ډېرې چټکې منډې کړي.

په نننۍ روانه لوبه کې د هند ماينک اګروال د هند دريم توپوهونکى شو چې په ټېسټ سياليو کې يې چټکې ١٠٠٠ منډې پوره کړې.

نوموړی وتوانېده چې په ۱۹ لوبو کې ۱۰۰۰ منډې ترسره کړي او په دې سره خپل نوم د مخکښو لوبغاړو په لېست کې ثبت کړي.

وينودکمبلي بيا د هند هغه توپوهونکى دى چې په ټېسټ سياليو کې يې په تر ټولو کمو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړي دي.

نوموړي په ١٤ لوبو کې زر منډې کړې دي.

دغه راز پجارا بيا په ١٨ لوبو کې ١٠٠٠ منډې ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده چې په دې لوبه کې استراليايي لوبغاړي هزليووډ هم خپل مقام لوړ کړ او وتوانېده چې په کمو لوبو کې په ټېسټ سیالیو کې ۲۰۰ لوبغاړي وسوځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب