جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+بازمحمد مبارز د خپل روسي سیال پر وړاندې د سیالۍ پایله نه...

بازمحمد مبارز د خپل روسي سیال پر وړاندې د سیالۍ پایله نه مني

تاند (شنبه د قوس ۲۹) د ازادو سیالیو وتلی افغان لوبغاړی باز محمد مبارز د وروستۍ سیالۍ پایله نه مني.

د افغانستان د ازادو سیالیو وتلی ورزشکار باز محمد مبارز تېره شپه له خپل روسي سیال ګومزیاکوف سره د ای سي ای سازمان له خوا په مسکو کې سیالي تر سره کړه، خو د مبارز په بایله پای ته ورسېده.

افغان ورزشکار باز محمد مبارز خپل سیال په ځمکه وواهه، چې له دې سره سم ګومزیاکوف هم د مبارز په مخ څو کلکې ضربې ووهلې، خو د درېیم پړاو له پای ته رسېدو وروسته ګومزیاکوف ددې سیالۍ ګټونکی اعلان شو.

تر سیالۍ وروسته ښاغلي مبارز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي ددې سیالۍ پایله ورته د منلو وړ نه ده او زیاتوي چې ټول هېوادوال د سیالۍ د لیدو شاهدان و.

دده په خبره په دواړو رونډونو کې سیالۍ دده په ګټه وه، خو نه پوهېږي چې د داورانو لپاره د ګټلو معیار څه دی چې دی یې ګټونکی اعلان نه کړ.

د ازادو سیالیو دغه افغان لوبغاړی وايي چې دا پایله ورته د منلو وړ نه ده او ویلي یې دي چې دا موضوع به په جدي توګه تر تعقیب لاندې ونیسي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    لوبه خو ټولو پر تلویزیون نیغ په نیغ وکتله، چې رښتیا را باندې واینې د باز محمد سیال ډیره ښه لوبه وکړه، ډیر ښه سوکونه یې وهل او باز محمد یې ډیر وارخطا کړی وه، اصلآ باز محمد د سوکوک په نامه هیځ داسې سوکونه ونه وهل چې له سیال سره یې پرتله شي باز محمد یوازې لکه پهلوانانو پښو ته زور ورکړی وه تر څو خپل سیال له پښو ونیۍ او بس. په ټولیزه توګه د باز محمد سیال ډیره ښه لوبه وکړه سره له دې چې د عمر له لحاظه له باز محمد څخه تقریبآ لس کاله وړوکی هم وه. زه فکر کوم چې دې خبرې چې له عمر له لحاظه وړوکي کس دته ماتې ورکړه باز محمد ډیر په غوصه کړی دی. په افغانانو کې یو ډیر مشهور متل دی چې وایې چوتش تنک بود و ګر نه حریف اش را شکست میداد. اوس هم باز محمد دې خپله ماتې ومني، هسې دې ځان نه غولوي، سیال یې ډیره ښه لوبه وکړه، باز محمد دې د نورو لوبو لپاره تیاری ونیسي په تللو اوبو پسې دې بیل نه آخلي، په نورو لوبو کې دې له سوکونو ډیر کار واځلی نسبت پهلوانۍ ته بیا به ګتل حتمی شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب