جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد غزني د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکي کال ته پاتې شوې

د غزني د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکي کال ته پاتې شوې

تاند (شنبه د قوس ۲۹) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به د راتلونکي کال په میزان میاشت کې تر سره شي.

دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

د مېرمن نورستانۍ په خبره، دوی د خپلو مسؤلیتونو ترسره کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، څو د راتلونکي کال میزان میاشت کې په غزني کې پارلماني ټاکنې ترسره کړي.

د نوموړې په وینا چې په تېرو ټاکنو کې ګڼې تېروتنې وې، خو زیاتوي چې په راتلونکو ټاکنو کې به یې مخنیوی وشي او هېچاته به اجازه ورنکړي څو په دغه پروسه کې درغلي وکړي.

د پارلماني ټاکنو ۱۷مه دوره له څلورو کلونو وروسته د ۱۳۹۷ کال په میزان میاشت کې تر سره شوه، خو د یوې واحدې ټاکنیزې حوزې په توګه غزني کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناندرۍ را ولاړې شوې او یوازنی ولایت و چې پارلماني ټاکنې په کې ونه شوې.

حکومت هڅه وکړه چې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشي او د ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د غزني پارلماني ټاکنې هم ترسره کړي، خو بیا هم ونه شوې.

په غزني کې د ولسي جرګې یوولس وکیلان له هزاره قومه او تر ډېره د کرارو ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د تېرو ټاکنو پر مهال هلته میشتو پښتنو نیوکه کوله چې په ولسي جرګه کې د دوی د لار موندې په موخه باید غزني ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب