جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههرات کې د دریو تنو سوځېدلي جسدونه موندل شوي

هرات کې د دریو تنو سوځېدلي جسدونه موندل شوي

تاند(شنبه، د قوس ۲۹) د هرات ولایت امنیه قوماندانې وايي، ددې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې درې ملکیان د یوې ښځې، یو سړی او یو څلور کلن ماشوم په شمول وژل شوي او وروسته یې جسدونه سوځول شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل، دغه درې کسان چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ په کهرستان شهرک کې موندل شوي دي تراوسه یې د مړینې لامل نه دی معلوم او په وینا یې دغه کسان تر وژل کېدو وروسته سوځول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو کسانو د مړینې علت تراوسه نه دی معلوم او په وینا یې پولیس د پېښې د څرنګولي معلومولو او د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په شمول په ټول هېواد کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي او هره ورځ د نامعلومو کسانو له لورې مختلف ډول قتلونه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...