جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په ننګرهار، کندهار، هلمند او غزني کې لسګونه طالب وسله...

دفاع وزارت: په ننګرهار، کندهار، هلمند او غزني کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي

تاند (شنبه د قوس ۲۹) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په غزني، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

دفاع وزارت نن شنبه د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په قره باغ د ننګرهار په نازیانو، د کندهار په ژېړۍ او د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د افغان امنیتي سرتېرو په ځوابي بریدونو کې په غزني کې ۱۲ او په ننګرهار کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز په کندهار کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي او په هلمند کې بیا د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت زیاتوي د افغان امنیتي سرتېرو په دې ځوابي حملو کې د طالب وسله والو یو شمېر وسله او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب