پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد چاپېریال ساتنې ملي اداره، هغه فابريکي تړي چې هوا ککړوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره، هغه فابريکي تړي چې هوا ککړوي

تاند ( شنبه، د قوس ۲۹) د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هغو فابریکو د تړلو ګواښ کړی چې د هوا د ککړتيا لامل دي.

یاده اداره وايي دوی پرېکړه کړې چې هغه فابريکې به وتړي کوم چې معیاري سون توکي نه کاروي او یا یې فلټرونه نه دي لګولي.

سرچینه وایي د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ به د تېر ژمي په څېر د هغو کسانو او ادارو پر ضد چې چاپریال ته زیان رسوي قانوني چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په راتګ سره د هېواد په سړو سیمو کې د هوا د ککړتيا شکایتونه ډېرېږي.

کابل ښاریان وايي حکومت د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

دوی وایي د جګړې سربېره د هوا ککړتيا هغه لوی ګواښ دی چې تر ډيره یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د ککړې هوا له کبله هر کال ۷ میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روغتياپالان بیا د هوا ککړتيا تر بل هرڅه د ژونديو موجوداتو پر وړاندې لوی ګواښ بولي.

دوی وایي د مرګ سربېره ښايي ډېري به مرګونې ناروغيو هم له همدې امله اخته شي چې بیا به یې درملنه ناشونې وي.

1 COMMENT

  1. د الله بنده ګانو تړي څه مانا خو ویې تړئ چي ژمی تیر شي بیا خو اړتیا نشته!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب