جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد پاکستان او اسرایلو پټې اړیکې | سیدعبدالله پاچا

د پاکستان او اسرایلو پټې اړیکې | سیدعبدالله پاچا

پاکستان چې د سخت دریځو ډلو مرکز دی او دا ډلې هر کله د خپلو ګټو لپاره کوي او بیا د جهاد او اسلام نوم ورکوي، له اسرایلو سره تازه اړیکې جوړې کړي دی.

په دومره توپير چې پاکستان په خپله خاوره کې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو له غبرګونونو ډار لري او دا اړیکه ښکاره نه شي پاللی.

که څه هم په دې اړیکه د سخت دریځو ډلو مشران خبر دي چې د پاکستان د استخباراتو لاس کې دي، خو زیات عام خلک ناخبره دي چې له اسرایلو سره د پاکستان په اړیکو باندې سخت غوصه کیږي.

د پاکستان استخباراتي او د بهرنیو چارو وزارت ځینې کسان د یو پلاوي په ترکیب کې څو ځل اسرایلو ته سفر کړی او هلته یې د راتلونکو اړیکو په څرنګوالي باندې خبرې کړي او د دوام غوښتنه یې کړې.

د دې اړیکو څرنګوالی به په کرار کرار راښکاره کیږي او هڅه دا دی چې تر دې بریده ورسیږي چې اسلام اباد کې ورته سفارت پرانیزي.

پاکستان له متحده عربي اماراتو وروسته دویم اسلامي هېواد شو چې له اسرایلو سره یې د اړیکو د جوړیدو او دوام لپاره پلاوی ټاکلی او ځینو برخو کې یې هوکړې ورسره کړي دي.

پاکستان دا اړیکې د امریکا په خوښه پيل کړي او د دې په بدل کې پاکستان ته مالي امکانات منل شوي چې اسیا کې د اسرایلو فعالیت لپاره ځای پيدا کړي.

د پاکستان لپاره ځکه مشکله نه ده چې له اسرایلو سره په اړیکو باندې اسلامي ټولنې مخالف دي او د پاکستان اسلامي مرکزونه د ای ایس ای په لاس کې دي او ممکن د دې فتوا هم ورکړي چې له اسرایلو سره اړیکې پالل ثواب لري.

پاکستان ټولو دیني مدرسو باندې کنټرول لري او د دې مدرسو مشران یې خپل لاس کې اخیستي چې هیڅکله د حکومت ضد نه شي کاریدلی.

خو بیا هم د پاکستان لپاره اسانه نه ده چې دا هر څه ژر او په ښکاره ترسره کړی چې اسرایلو سره د اړیکو باب پرانیزي.

پاکستان خپل هنرونه کاروي او د پيسو لپاره د فلسطینیانو او په ځانګړي ډول د مسلمانانو ازلي دښمن ته غاړه ورکوي.

پاکستان هغه هېواد دی چې اسلام د خپلو ګټو لپاره کاروي او د دین پیرویان او مذهبي مشران د استخباراتي پروژو لپاره کاروي او مخ پروړاندې ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب