جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاډیر لمر او لږ خوب انسان ځانوژنې ته هڅوي

ډیر لمر او لږ خوب انسان ځانوژنې ته هڅوي

تاند – سویدني څېړونکو د یوې څیړنې له مخې چې د دنمارک په ګرین لنډ کې یې ترسره کړې ده ، څرګنده کړې ده چې لږ خوب او ډیر لمر په ځوانانو کې خشونت زیاتوي.

ساینسپوهانو له نولس سوه اته شپیتم میلادي کال رانیولې تر دوه زره دوهم میلادي کلونو پورې دوره مطالعه کړې ده چې په دې مودې کې په ګرین لنډ کې یو شمیر ځوانانو په اوړي ځانونه وژلي دي.

د څیړنې له مخې په انتحار کوونکو کې دوه اتیا په سلو کې په اوړي کې وژلي دي او اکثر انتحار په خشونت ترسره شوی دی یا یې ځان ته اور ورته کړی ، یا یې ځان زندۍ کړی او یا یې هم له لوړو ودانیو ځان لاندې اچولی دی.

په ګرین لنډ کې د اپریل ، مې او د اګست په وروستیو کې لمر شپه او ورځ وي. د څیړنې له مخې ډیره رڼا په سیروتونین کې اختلال رامنځته کوي دا هغه کیمیاوي ماده ده چې په مزغو کې د انسان له خوي او عادت سره ارتباط لري.

د څیړنې له مخې په لوړو ځایونو کې د وړانګو اغیز تر ټیټو زیات وي.

2 COMMENTS

  1. دا زمونك زان مركي دير بد خلك دي
    زكه جي دوي نور إنسانان له زان سره قتل كوي خو هلته به أروبا كي صرف زان
    وزني نور ته ضرر نه رسوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب