تاند (شنبه، د قوس ۲۹) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په متحده عربي اماراتو کې له خپل دوه ورځني سفر وروسته یوې غونډې ته ویلي چې هند د پاکستان پر ضد د برید په فکر کې دی.
هغه زیاته کړې که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګ کیږي نو د افغانستان د سولې پر بهیر به منفي اغېز وکړي.
نوموړی وایي اسلام اباد د هند د بریدونه په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او له نړیوالو سره یې هم دغه موضوع شریکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي که د افغان سولې بهیر زیانمن شي نو مسوولیت به یې د هند پر غاړه وي.
د قریشي په خبره هند د خپلو وګړو د پام اړولو په غرض په پاکستان برید کول غواړي.
هغه په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې هندوستان دې په سیمه کې د بې ثباتۍ راپارولو نه منع کړي.
که څه هم هندي چارواکو د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو کلونه کېږي چې پرکشمير د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
سیاسي شنونکي وایي پاکستان هڅه کوي په دې پلمه افغان حکومت له هند سره مخامخ کړي او یوځل بیا په افغان سوله کې غولوونکی رول ولوبوي.
دوی وايي د پاکستان پر نیت له وړاندې شک وو او په دې سره ثابته شوه چې دوی بیاهم افغان سوله کې ريښتینی ګام نه پورته کوي.
قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ عمران خان له افغان ولسمشر سره په تیلیفوني خبرو کې ژمنه وکړه چې په افغان سوله کې به ريښتينې همکاري کوي.
مونږ خو هسی هم تباه یو خدای دی پاکستان د هندوستان په بمونو وران کړي!ا
هند ستاسو په څیر بی عقله نه دی هغوی د پرمختګ په حال کې دي او تاسو د ځوړ په حال کې، هند که وغواړي په یوه اونۍ کې ټول پنجابستان لاندې کولای شي لکه د کشمیر نیمه خپلواکي یې هم لغوه کړه،
اوس باید طالبان او افغان دولت ځیرک ووسي ترڅو بیا د پنجاب د ګټو ښکار نه شي انسان نه باید بیا بیا دوکه شي پر انګریز باور کیدلای شي خو پر پنجاب باور نه دی پکار، دولت او طالب باید نرمښت وښيي او ژر تر ژره سوله وکړي